
زموږ دیني قیادت او موجوده خطرناک ازمیښت
د اسلام په سپېځلي دین کې دا یوه مسلمه سپارښتنه ده چې وايي مصیبتونه، بېوزلۍ او تنګسي په عمومي توګه انسانان د خپل خالق او مالک لور ته ورګرځوي،خو له بلې خوا سوکالي او پرېماني انسانان د سرکشۍ،غفلت او بغاوت په لور هڅوي لکه چې همدا مفهوم په قرآن مجید کې څو څو ځايه بېلا بېلو تعبیرونو سره بیان شوی دی،په دې اساس موږ ویلی شو چې پرته له شکه د افغانانو دیني قیادت تېره پېړۍ د انګلیس،شوروي او ناټو درې واړو یرغلونو کې د ایماندارۍ ،اخلاص ،ایثار ،شجاعت او سرښندنو خورا ښه بابونه ترسیم کړل چې زموږ او د ګردې اسلامي نړۍ تاریخ به يې کله هم له یاده ونه باسي،خو داچې بالاخره الله عزوجل د خپل فضل او لورینې له مخې موږ ته بری او ستره فتح په برخه کړه چې ورسره هغه پخوانۍ ټولې ستونزې، غمونه ،مصیبتونه، پرېشانۍ،بې وزلۍ،ډار، خطر او محرومیتونه په امن ،خوشحالۍ ،ودانۍ ، پرېمانۍ او واکمنۍ بدل شول، له همدې امله اوس حتماً دا اندېښنه هم پرځای ده چې خدای دې نه کړي زموږ روحاني او دینداره طبقه د دنیوي ژوند په همدې ځل بيا دوکه نه شي، په مزو چړچو اخته نه شي، نفساني هوسونه يې په غفلت کې وانه چوي، د عوامو د خدمت پرځای د هغوی لپاره د زحمت اوکړاو لامل نه شي او د عدل پرځای د ظلم لارې ونه نیسي، بې له شکه دا انساني طبعیت یو فطري خصلت دی چې د خوښۍ او نعمت پرمهال غالباً څه ناڅه غفلت او نیمګړتیا سره مخ کېږي او پايله دا راوځي چې بیا د څښتن تعالی د ګردو مخلوقاتو پر وړاندې بې قدره او مبغوض شي،البته دا خطر هغه وخت لاپسې څو برابره شي،چې له نعمت او د وسایلو پریماني سره واکمني او شهرت هم ملګري شي چې د نبوي مبارکو احادیثو بربنا د یو مسلمان بنده د دیانت پر وړاندې یقیناً د دوو وږيو لېوانو په شان زیانمن اوخطرناک ګڼل ګېږي.
داچې اوس زموږ دیني قیات واقعاً له همدغسې یوخطرناک ازمیښت سره مخ شوی لازمه ده چې ټول په دې اړه ښه ژور فکر وکړو چې په څه مو دیني پېشوایان د لوی خدای جل جلاله پر وړاندې له شرمندګۍ او ملامتی وژغورل شي او دغه راز له کومې لارې ممکنه ده چې تريوه حده د خپل ولس له نیکو او ګیلو خلاص وي، ځکه په دې که هېڅ شک نشته چې د حکومتولۍ په دوام سره خامخا د رعیت یوغټ شمېر وګړي له خپلو چارواکو خپه کېږي او هرڅوک فکر کوي چې ښایي چارواکو يې حقوق په مناسبه کچه نه وي ورکړي یا خدمات نه وي ورته رسېدلی او زیاتره سرکاري امتیازات او وسایل د چارواکو په ځاني ګټو کې استعمال شوي وي.
لنډه دا چې حکومتولي دا ستونزې خامخا لري او له همدې امله به ښه دا وي چې د اسلامي امارت او هر مسلک کې یوازې د ملایانو په ګمارنه ټینګار ونه کړي، بلکې زیاتره چوکۍ داسې اشخاصو ته ورکړي چې د امام ، شیخ او ملاالقاب ونه لري، خو ترڅنګ يې په پوځ ،استخباراتو او تعلیماتو کې هڅه په کار ده چې دیني علماؤ ته بشپړ اختیارات ورکړي شي او په دې توګه د حکومتی انتظامیې ټول اجرائیوي ادارات په غیر مستقیم ډول د دوی تر واکمنۍ لاندې وي،په دې طریقه ښایي په راتلونکو نسلونوکې هم زموږ د دیني قیادت نفوذ او حیثیت همداسې اغېزمن پاتې شي.