سرمقالې

زموږ د سترې ملي ویاړ منې او تاریخي ورځې په یاد!

د سنبلې نهمه د ګرد افغان ملت خصوصاً علماؤ، پوهانو، استادانو، مجاهدینو او ټولو با احساسه، دیندارو، ننګیالیو او پر هېواد او خپلواکۍ مینو اشخاصو لپاره انتهایي ډېره له خوښیو ډکه تاریخي ورځ ده. افغانان به ولې د یوې داسې ورځې په راتلو د خوشالۍ جشنونه او مېلې نه کوي،چې پوره شل کاله یې د پرنګي تر اشغال لاندې بې سیاله او بې مثاله ظلمونه او وحشتونه وګالل، د چاپو او بمباریو په ترڅ کې یې کورونه، جوماتونه، ودونه او جنازې بمبار او بشپړې کورنۍ یې پکې تباه شوې. هغه داسې ورځې وې چې لسګونه زره افغانان په بګرام، څرخي، د هېواد په نورو زندانو او ګوانتانامو ټاپو کې د وحشي صلیبيانو په پنجروکې د مظلومیت او محرومیت کلونه او عمرونه تېرول. موږ به د خپلو ځورېدلو او بې وسو هېوادوالو د کونډو، بورو، ورارو او سپېرو یتیمانو هغه اوښکې او ژړاوې څرنګه هېروو او له دغسې ناخوالو د خلاصون ورځې به یې ولې په شاندارو او پرتمینو غونډو نه نمانځو. پرته له شکه له ګران هېواده د یرغلګرو صلیبيانو د وروستۍ جوپې او اخري عسکر کریس ډوناهيو په نیمه شپه تېښته د افغان ولس د غوڅ اکثریت لپاره له احساساتو ډکه ورځ ده. یقین دی چې د سنبلې نهمه به زموږ د راتلونکي نسل لپاره تر ډېرو پېړیو پورې یوه ډېره ویاړلې او تاریخي ورځ وي تردې چې که خامخا کوم حکومت او نظام یې له خلکو هېرول او یا بې ارزښته کول غواړي هم د عام اکثریت ولس له سخت فشار سره به مخ کېږي او هېڅ زور واکی به د خپلو ولسونو د احساساتو مخه ډب نه کړای شي. البته په دې لړ کې بیا زموږ یعنې موجود نسل مسؤلیت او مکلفیت ځکه ډېر دی چې د شل کلن اشغال جزئیات او کلیات مو ګرد سره په خپلو سترګو لیدلي او د ټولو پېښو هر ډول صحنې مو پر ذهنونو داسې ثبت دي چې هره شېبه یې روښانه انځورونه کتلی شو. بناءً پردې لازمه ده چې دغه ډول ملي او تاریخي ورځې په داسې جوش او جذبه ونمانځو چې هم یې د خپلو وړو اولادونو په اذهانو کې ور ثبت کړو او هم یې خپلو ټولو راتلونکو نسلونو ته داسې په میراث پرېږدو چې هغوی یې هم د زړه له تله پر ارزښت او اهمیت قانع شوي وي. سر بېره پردې بل مکلفیت مو دادی چې د تېرشل کلن صلیبي اشغال او همدارنګه د تېر څوارلس کلن شوروي اشغال هر ډول اثار او نښې نښانې په کامله توګه خوندي وساتو. ځکه طبیعي ده چې د راتلونکي نسل لپاره د خپلو پلرونو او نیکونو د مېړانې او شجاعت جهادي اثار د هغوی پر احساساتو او روحیاتو ژور اغېز ښیندلی شي او په جدي ډول یې هڅوي چې هغوی هم د غیرت او مېړانې همدغه لار ونیسي او په هیڅ صورت د پردیو جغ ته خپلې غاړې کوزې نه کړي. لنډه دا چې دا زموږ د ټول حکومت او رعیت ملي ذمه واري ده چې د دغسې تاریخي ورځو په یادښت او نمانځلو کې یوه ذره غفلت او سستي هم ونه کړي، باید له مرکزه نیولې تر ولایاتو، ولسوالیو، کلیو، مدارسو، مکاتبو او جوماتو پورې ټول محلي حکومتونه او چارواکي د دې ورځې په ویاړ غونډې او مجالس ترتیب کړي او په دې توګه خپلو ولسونو ته د ازاد او خپلواک اسلامي نظام د قایم او ټینګښت پوره پوره درسونه ورکړي. دا هم باید ومنو چې دغسې مواردو کې غفلت او بې رغبتي بنایي د ټولو مجاهدینو د ژورې خواشینۍ او ناهیلۍ لامل هم وګرځي. تل دې وي خپلواکي او ژوندی دې وي مؤمن او مجاهد افغان ملت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *