شعرونه

زموږ د ستر کلي امامه!

صبغت الله وصیل
دې صفونو کې بې شمېره ناروغان دي، ناتوان دي.
شاته ښځې دې ولاړې، په ژړا سر ماشومان دي
د معاذ پر ځای ولاړه، لمونځ کوتاه کړه، لمونځ کوتاه کړه
څوک غوځوار نشي فتنو ته، ټول سوچه مسلمانان دي
‏په خلوت او شخصي ژوند کې که اوږدې اوږدې سجدې کړې
د حرج مخه به نيسې، درپسې چې مقتديان دي
په آدابو مستحبو زيات ټينګار کله پکار وي
ډيرو خلکو نه چې پاتې د لمانځه مهم ارکان دي
دا د مخکې صف ملګري ټول پاخه او باوري دي
اتباع او اطاعت کې کلک په تا پسې روان دي
انسانان يو سهوه کيږو، په غفلت کې خطا وځو
فتحه واخله، فقهاء دي د کتاب ستر عالمان دي
زموږ د ستر کلي امامه مقتديانو باندې پام کړه
دا صفونه که ټوټه شول، جوړول يې بيا ځل ګران دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *