سرمقالې

زموږ په تاریخ کې د خپلواکۍ تکراري ورځې او راتلونکې ذمه وارۍ

نن د دلوې شپږویشتمه یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو د وتلو له ورځې سره سمون خوري دا د شوروي ځواکونو د وتلو څلور دېرشمه کلیزه ده. شورویانو د (۱۳۵۸) هـ ش کال د جدی په شپږمه زموږ پر هېواد یرغل وکړ او ترنه کاله او پنځوسو ورځو خورا سختو جګړو وروسته چې هم افغانستان پکې کنډواله او یونیم میلیون وگړي یې ووژل شول او هم زرگونه شوروي عسکر پکې مړه او ژوبل شول، بیرته زموږ له هېواده ووتل خو د افغانستان له تبایي سره دوارسا تړون هم له منځه ولاړ، شوروي اتحاد ړنگ شو، د منځنۍ آسیا هېوادونه خپلواک او د کمونیزم نظریه له نړۍ ورکه شوه. زموږ له هېواده د شوروي ځواکونو وتل پرته له شکه د افغان مجاهد ملت لپاره خورا ستره فتحه، تاریخی ویاړ او په گرده نړۍ کې سرلوړي وه. خو له بده مرغه همدې ظالمانه یرغل ته بیا هم یو شمېر خاینو او غولېدلو افغانانو لار جوړه کړې وه. ځکه د شوروي ترمستقیم یرغله یو کال او اته میاشتې ړومبی لادلته د مارکس اولنین د شاگردانو له خوا د داودخان حکومت له منځه وړل شوی او تر هغه وروسته بیا شوروي ځواکونه راورسېدل. دغه راز د شوروي ځواکونو تروتلو وروسته بیا هم درې کاله او یا ورځې وروسته لاهم هماغه شوروي کېنولی رژیم د ډاکټر نجیب په مشرۍ کابل کې واکمن و. او دا لاڅه چې د کمونیستانو تر پوره څوارلس کلنې واکمنۍ وروسته چې په دویم پړاوکې (۱۳۷۱ هـ ش) کال د ثور په اتمه ظاهراً د کابل په ارگ د مجاهدینو واکمني منځ ته راغله. لاهم په هېواد کې ترڅلورو کلو او پنځو میاشتو پورې د شورویانو په لاس جوړې شوې ملیشې هماغسې په خپل قوت پاتې او د ایران، روسیې، هند، فرانسي او ځینو نورو هېوادونو له خوا پوره اکمالېدل تریادی مودې وروسته ایله په دریم پړاوکې د (۱۳۷۵ هـ ش) کال د میزان په شپږمه د طالبانو اسلامی تحریک په مشرۍ افغان ولس وکړی شول چې د کابل په شمول هېواد له (۹۰) سلنې خاورې نوموړې ملېشې له واکه لیرې، امنیت ټینگ او د ملوک الطوایفی مخه ونیسي او د یو پیاوړي مرکزي نظام بنسټ کیږدي. خو بیا هم له بده مرغه د یادو ملیشو سټه پوره ونه وېستل شوه او د هېواد په شمال ختیځه برخه کې پښې ټینگې کړې وې. یادو خاینو ډلو په همدې موده کې په ټوله کفري نړۍ کچکول وگرځاو او هر گبرو تر سایې زموږ پر هېواد یرغل کولوته وهڅاو. تردې چې بالآخره صلیبیانوته څه ناڅه پلمه په لاس ورغله او په کابل کې د اسلامی امارت تر پنځه کاله او پنځه څلوېښتو ورځو واکمنۍ وروسته یو ځل بیا هماغه روس پلوې ملیشې او پخواني کمونیستان د اته څلوېښتو صلیبي هېوادو له نظامي ځواکونو سره اوږه پر اوږده د ځمکې او هواله لارو پر ټول هېواد واکمن شول او تر (۸۲) ورځو کم شلو کلو پورې یې هېواد اشغال کړی و. تریادې مودې وروسته (۱۴۰۰هـ ش) کال د اسد په څلورویشتمه، صلیبیي اشغال هم پای ته ورسیده او په دی توگه موږ په یوه پیړی کې د ننه د انگریزانو، شورویانو او ناټو خېلو د اسد اته ویشتمه، د اسد څلورویشتمه او د دلوې شپږویشتمه درې د خپلواکۍ ورځې لرو او هر کال یې لمانځو. دا که څه هم له یوې خوا د افغان ولس لپاره زښته ډېر لوی ویاړدی چې یوه پېړۍ کې د ننه یې دریو ځواکمنو نظامي لښکرو سره ډغره وهلې، سریې نه دی ورته ټیټ کړی او د هغوی فرمایشات او رواجونه یې نه دي منلي. خو بل لورته بیا زموږ د مشرانو د سیاسي خامۍ، بې تدبیرۍ او بې بصیرتۍ يو ثابت دلیل او ښکاره نښه هم ده. ځکه د دریو واړو یرغلونو کې یو شمېر افغان سیاسي مشران له پردیو سره ملگري شوي او په نتیجه کې د هېواد خپلواکي له لاسه وتلې ده. البته د دې وجه هم بیا همدغه کورني اختلافات دي. مانا هرځل افغان مشران خپلو کې نه دي سره جوړ شوي، یو بل یې نه دی زغملی، هر یو پر خپله خبره ټینگ شوی او نوروته یې د سړي په سترگه نه دي کتلي. همدغه وضعیت په هېواد کې اختلاف را پیدا کوي او پردیوته د یرغل موقع برابر وي، نتیجه به داوي چې بیا به همدا مظلوم عوام د ناخوالوپور پرې کوي، قربانۍ به ورکوي او یو شمېر لویان به واکمنۍ ته رسوي خو په ډېر افسوس چې هماغه مشران بیا هم نه له نورو تجربه او پند اخلي او نه خپله فکر کوي او بیا هم پر هماغه انحصاري لاره روان او وچ کلک استبدادي نظام جوړولوته ملاتړي. نو همدا ملت به وي، د یرغلونو دورځو غندنې او د خپلواکۍ د ورځو لمانځنه به یې کاروي. غله به مؤسسې ورکوي او بریتونه به دوی تاووي. راځئ نور راویښ شو او د خپل هېواد د خپلواکۍ ساتنې او نظام جوړونې لپاره خدای راکړی عقل وکاروو. راځئ پردې خبره پوره پوره غورو سوچ وکړو چې نظام او خپلواکي په څه ډول وساتو او له شاوخوا منتظرو بلاگانو په کوم تدبیر ځان او خپل هېواد وژغورو. اوس خوموږ هریوه ته معلومه ده چې د خپلواکۍ گټلو بیه څومره درنه ده او په هر ځل مو څومره په لکونو سرونه ورته قرباني کړي دي. خو ساتنه یې بیا هغومره سرونه هیڅکله نه غواړي بلکې عقلونه او دماغونه غواړي. ځکه خو اوس هوښیارانو او تجربه کارو سره مشوروته اړتیا ده. نو مشوره وکړئ، له عقله کار واخلئ، بې پروایي مه کوئ او چمتو والی ونیسئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *