ټولنه اوکلتور

زموږ په ژوند کې کاميابي او ناکامي

ليکوال: مصلح بن زويد العتيبي . ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

کاميابي څه شی ده؟ نا کامي څه شي ده؟
آيا کاميابي زموږ د ژوند د اړخونو څخه پر يو اړخ را ګرځي؟ آيا کاميابي دا ده چي ته بايد داسي کار وکړې چي پخوانيو نه وي کړی او آيا د داسي شي کول چي ځانګړی او لوی نه وي کاميابي نه بلل کيږي؟
آيا موږ چي هر بريالی انسان پېژنو او وينو يې هغه د ژوند په ټولو چارو کي بريالی دی؟
آيا په ناکامۍ باندي د انسان لخوا د ځان او بل چا صفت کول دقيق او باوري ګڼل کيږي؟
آيا د ژوند په يوه برخه کي ستا د زوی هدف ته نه رسېدل ددې لپاره بسنه کوي چي دی دي په ناکامۍ متصف سي؟
آيا د ورځنيو تکراري او کوچنيو برياليتوبونو تړون د لويو برياليتوبونو د لاسته راوړلو سره سته؟
او آيا په ناکامۍ باندي حکم کول داسي معتبره خبره ده چي ماتول او بدلون يې هيڅ ممکن ندی؟
د ناکامۍ او کاميابۍ په اړه ډېر سوالونه سته همداسي د کامياب او ناکام انسان په اړه ډېر سوالونه سته!
ډېر خلګ موږ وينو چي ناوړه ژوند کوي پدې سبب چي د ځان په ناکامۍ باندي باور لري او په خپلي ناکامۍ يې قناعت کړی وي، آن تر دې چي ډېری پلرونه او ميندي د خپلو اولادونو سره خبري نه خوښوي ځکه دوی داسي ګمان کوي چي اولادونه يې ناکامه انسانان دي.
که موږ د جزئياتو تر مينځ توپير ته وګورو نو دا به درک کړو چي په موږ کي د يو چا ناکامي تر جزئي ناکامۍ او دا چي برياليتوب يو نسبي شی دی نه تېريږي.
ځکه نو د بېلګي په ډول ځيني خلک په علمي لحاظ تر تمي کښته د کورنۍ په کچه بريالي وي، ځيني خلک د فعاليت په ساحه کي تر تمي کښته د کورنۍ په کچه بريالي وي او ځيني اولادونه له یوې خو د خپل مور او پلار سره نيکي کوي خو د بلي خوا څخه خپل درسونه ضائع کوي.
دا سمه خبره ده چي داسي څوک به هم پيدا سي چي په ټولو برخو کي بريالی وي خو موږ بايد پدې باندي اعتراف وکړو چي داسي کسان ډېر لږ دي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيح حديث کي راغلي دي: الناس کإبل مائة لا تکاد تجد فيها راحلة. يعني خلک دداسي سلو اوښانو په څېر دي چي په سختۍ سره به ته د سورلۍ اوښ پکښې پيدا کړې.
ولي موږ په يوه برخه کي د ځان، خپلو اولادونو او زده کوونکو ناکامي داسي ګرځوو چي په نورو برخو کي موږ او هغوی ناکامۍ ته کش کړي؟ او ولي موږ په يوه برخه کي د ځان، خپلو اولادونو او زده کوونکو کاميابي داسي نه ګرځوو چي موږ او دوی په نورو برخو کي کاميابۍ ته کش کړي؟
آيا جزئي ناکامي ښه اداره کولو او په تعامل کي حکمت ته اړتيا لري تر څو و هر اړخيزي او تيزي ناکامۍ ته مفضي نسي؟ او آيا جزئي برياليتوب ښه اداره کولو او په کولو کي حکمت ته اړتيا لري تر څو وغځيږي او انسان په نورو برخو کي کاميابۍ ته ورسوي؟
زما په آند کلي او هر اړخيزه ناکامي دا ده چي انسان د هيڅ کار لپاره جوړ نه وي او د هيڅ شي لپاره کوم رول نسي لوبولای او رښتيا خبره دا ده چي مسلمان هر څومره منفيګرا وي خو بيا هم هيڅ وخت به بشپړه توګه نسي ناکام کېدلای؛ نو د مسلمان لپاره دا لازمه ده چي ځان د کلي او هر اړخيزي ناکامۍ د کړۍ څخه وباسي.
وروسته تر دې چي زموږ په ذهنونو کي پورته خبري ځای پر ځای سوې بايد پوه سو چي موږ ته اړين څه شي دي؟
هغه څه چي موږ ته اړين دي د لاندي ټکو څخه په ډاګه کيږي:
لومړي: بايد زموږ څخه د ځينو سره د کاميابۍ تصور تغيير وکړي او دا هغه وخت پوره کيږي چي موږ کاميابۍ ته په لاندي حيثيت وګورو:
۱ – کاميابي يواځي پر لويو لاسته راوړونو باندي نده ولاړه بلکي ځيني کوچيني کارونه هم سته چي کول يې د ځينو په آند کاميابي ده.
٢ – په کاميابۍ کي دا شرط ندی چي بايد د يوه نادر شي په کېدلو لاسته راسي بلکي زموږ په ژوند کي ډېر تکراري شيان سته چي کول يې کاميابي او برياليتوب شمېرل کيږي.
٣ – برياليتوب د داسي کار پر کولو ندی ولاړ چي تر اوسه پوري هيچا نه وي کړی؛ بلکي داسي ډېر کارونه دي چي په ميليونونو خلک يې کوي او کول يې برياليتوب بلل کيږي.
٤ – برياليتوب د نورو انسانانو پر ستايني او تقدير ندی ولاړ؛ بلکي ډېر داسي کارونه سته چي کول يې برياليتوب دی خو ممکن ډېر لږ کسان دي د هغو په کولو سره ستا ستاينه وکړي.
٥ – هغه څوک چي د خپل ژوند په ټولو اړخونو کي ډېره لږه بريا تر لاسه کړي او په يوه اړخ کي يې غوره کړي هغه ډېر نامتو او ګټور شخص ګڼل کيږي.

دويم: هېر سويو ورځنيو برياليتوبونو ته بيا کتنه:
که موږ فکر وکړو نو راته ثابته به سي چي د هر مسلمان سره د ژوند په ګڼو برخو په ورځني ډول ډېر برياليتوبونه سته:
۱ – د عبادت په ډګر کي: موږ وينو چي په ورځني ډول هر مسلمان پنځه وختونه پر خپل وخت لمونځ کوي؛ که نارينه وي د نورو مسلمانانو سره يې په جماعت باندي کوي او که ښځينه وي په خپل کور کي يې کوي.
دا د مسلمان لپاره په لمانځه کي هغه کمه اندازه برياليتوب دی که يې څوک د ډېرېدلو اراده ولري نو په سنتونو، نوافلو، تهجدو او د څاښت په لمانځه يې ډېرولای سي.
سره ددې چي پر لمانځه باندي ټينګار ډېر آسانه کار دی خو بيا هم که يې څوک لوی برياليتوب و نه بولي نو هغه دي ګرسره د برياليتوب په اړه خبري نکوي؛ بلکي هغه د ژوند په مفهوم ندی پوه سوی.
٢ – په علمي ډګر کي: که مسلمان په ورځني ډول د خپل دين په اړه يوه شرعي مسئله زده کړي، يا د قرآن يوه پاڼه تلاوت کړي او يا د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث ولولي دا دده لپاره لويه بريا ګڼل کيږي، همداسي د نورو ګټورو کتابونو د يوې پاڼي مطالعه کول داسي بريا شمېرل کيږي چي موږ يې بايد يادونه وکړو او هېر يې نکړو.
٣ – د کورني ژوند په ډګر کي: د مور او پلار د سر ښکلول د انسان لپاره بريا ده، د خپلي ښځي په مخ کي خوشحالي پیدا کول بريا ده، روغتون ته د خپل ناروغ ماشوم وړل بريا ده، د مور لخوا د خپلو اولادونو د درسونو څارل بريا ده، د ښځي لخوا خپل خاوند ته خواړه جوړول بريا ده، خپلي عمه يا خاله ته رسېدګي کول بريا ده، خپل بچي ته ورځنی جيب خرڅ ورکول بريا ده آن تر دې چي يوه ګوله ډوډې د خپلي ميرمني په خوله کي ايښوول بريا ده.
٤ – په ټولنيز او اجتماعي ډګر کي: د ګاونډي ملاقات ته ورتلل بريا ده، په روغتون کي د خپل ملګري د بچي پوښتنه کول بريا ده، د ملګري دعوت منل بريا ده، د يتيم سرپرستي کول بريا ده، د کونډو سره مرسته کول بريا ده، د لاري حق آداء کول بريا ده،
٥ – د وظيفې په ډګر کي: د کار وخت ارزښتناکه ګڼل بريا ده، په کار کي ډېرو لاسته راوړنو ته لېوالتيا بريا ده او د مراجعينو سره ښه چلند کول بريا ده.
وروره! ودي ليدل څومره ورځني هېر سوي برياليتوبونه لرې؟
زه تا ټمبلۍ او بې همتۍ ته نه رابولم بلکي د الله تعالی حمد ته دي را بولم چي د هغو نعمتونو په مقابل کي يې ووايې چي پر تا يې کړيدي او دېته دي را بولم چي د ځان په کم ګڼلو او ناکامه بللو شيطان ته پر ځان د وسوسو فرصت مه ورکوه.
زه پوهېږم چي د برياليتوب لپاره نور اړخونه هم سته خو د اوږدوالي له ويري مي ذکر نکړه او يواځي مي په پورته مواردو بسنه وکړه.
دريم: د خپلو کوچنيو برياليتوبونو لمانځل؛ چي کوچنۍ درجه يې د الله تعالی حمد ويل دي او په خپل ځان باندي باور کول دي.
موږ هر يو بايد فکر وکړو چي الله تعالی موږ ته څومره برياليتوبونه راکړيدي او هيڅوخت پر خپل ځان باور له لاسه ورنکړو بلکي پر ځان مهرباني، نرمي او شفقت وکړو؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: إِنَّ الرِّفْقَ لاَ يَكُونُ فِى شَىْءٍ إِلاَّ زَانَهُ وَلاَ يُنْزَعُ مِنْ شَىْءٍ إِلاَّ شَانَهُ.[صحيح مسلم ٦۷٦۷] ژباړه: په هيڅ شي کي نرمي نه راځي مګر دا چي ښايسته کوي يې او د هيڅ شي څخه نرمي نه ايستل کيږي مګر دا چي معيوب کوي يې.
تر ټولو د نرمۍ او شفقت مستحقين ستا ځان، اولاد او کورنې ده؛ او پر ځان دي لوی شفقت دا دی چي د الله تعالی شکر آداء کړې او پر نورو نيکو کارونو ډېر کوښښ وکړې.
الله تعالی دي موږ او تاسي ټول د برياليو انسانانو څخه وګرځوي، د ناکامۍ او ناکامو خلکو څخه دي مو وساتي او پر سمه لار دي مو روان کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *