دینې لیکنې

زموږ کړه وړه څومره اسلامي دي ؟

اسلام د اسماني ادیانو وروستی او د بشر د نجات یوازینۍ لاره ده. اسلام یو ټولشموله اوهر اړخیز قانون او بشپړ نظام دی چې د یوه انسان له ډېرو لویو حرکاتو سکناتو نیولې، تر ډېر کوچني فعالیته يې هم باید اغېز او سیوری مالوم وي. د اسلام په مبین دین کې د یوې برخې منونکي/ اداکوونکي او د بلې برخې منکرین او یا هم نه منونکي رټل او حتی د جهاد وړ ګرځول شوي. موخه مو دا چې د اسلام مبارک دین یوازې تر لمانځه او پینځو بناوو راتنګول، د اسلام عظمت ننګوي. مانا نور وګړي او لادینه اسلام ستا په لمانځه، خیرات او د جومات ته په تګ کې نه تعریفوي؛ بلکې له خپلې کورنۍ، خپلوانو، کلیوالو او حتی له خپل ځان سره په رفتار کې تعریفوي. مانا چې له خپلې کورنۍ، خپل خپلوانو، بل هر مسلمان له خپلو پېروندوکو، خپل ماتحتو او… سره ستا اړیکې او چلند څومره د اسلام پر اصولو او د رسول الله صلی الله علیم وسلم پر کړو وړو برابر دي؟
افغانان متدین او د دین سرښندونکی ملت دی او په خپل زرین تاریخ کې د اسلام مبارک دین په پاريې ګڼې او بې شمېره قربانۍ ورکړي. دا قوم په حقوق الله کې له هر چا مخکې او مېړنی دي؛ خو په حقوق العباد کې بیا تر نورو پاتې دي. حقوق العباد مانا ستا د خپل مسلمان وروو حق. ستا ګاونډی ستا له کړنو په تنګ دی؟ تا سره په یو موټر کې سپور مسلمان ستا له لوړ اوازه، سګرټ دوده، بابېزې خندا او… ازرده شوي؟ له پېرېدونکي او خپلو لاس لاندو سره ستا اخلاق په کومه کچه اسلامي او نبوي دي؟ مانا ستا ټول کړه وړه په کومه سطحه د اسلام او نبوي سیرت له کړنو سره سمون خوري؟وایي چې یو وخت د چا دعوه وه نو حضرت عمر رض سړي ته وویل ته یو شاهد راوله. شاهد د سړي ښه په درز کې ستاینه وکړه. عمر رض ورته وویل ته یې نږدې ګاونډي یې چې مدخل او مخرج یې درته مالوم وي؟ شاهد وویل نه. عمر رض بیا وپوښت په سفر کې ورسره ملګری شوی یې چې اخلاقي مکارم يې درته څرګند شوي وي؟ شاهد وویل نه. بیا يې ورته وویل چې د درهم اودینار معامله دې ورسره کړې چې تقوا یې درته مالومه شوي وي؟ سړي وویل نه. دا ځل حضرت عمر رض ورته وویل ګومان کوم چې په جومات کې دې لیدلی چې قران یې په لوستلو زمزمه کاوه او خپل سر یې ټيټ او جګ کړی؟ شاهد وویل هو. حضرت عمر مدعي ته وویل چې لاړ شه، داسې سړی راوله چې تا پېژني. په بې شماره نبوي احادیثو کې له مسلمان او له بل هر انسان سره د ښې رویې او چلند بیلګې شته. هلته د مومنون او مسلمون پر ځای د الناس پر کلمې تاکید دی. په یوه حدیث شریف کې راځي: ستاسو خدای تعالی یو دی، پلار مو یو دی، له ادمه پیدا یاست او ادم (ع) له خاورو. خدای پاک ته هغوی نږدي دي چې باتقوا او پرهیزګاره دي. عرب پر عجم او سپین پر تور لوړاوی نه لري. په یو بل حدیث شریف کې چې د اسلام بنسټ تشکیلوي، راځي: [خیرالناس من ینفع الناس] ښه خلک هغه دي چې خلکو ته یې ښه ورسېږي. دلته خلک یاد شوي. خلک عام نوم دی او د هر پوړ او مذهب پر خلکو اطلاق کېږي. په یوه بل حدیث کې راځي چې [الناس عیال الله و احسن الناس الی الله احسنهم الی] خلک د خدای تعالی عیال دي او په دوی کې ښه خلک هغه دي چې خلک پکې خیر مومي. رسول الله ﷺ فرمایي: الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ (بخاري)
ژباړه: کامل مسلمان هغه څوک دی چې د هغه له ژبې او لاس څخه مسلمانان په امن کې وي.
حضرت علي(رضی الله تعالی عنه) د مصر والي ته ویل:
« مسلمانان دې په اسلام کې وروڼه دي او هغه نامسلمانان چې د حکومت په قلمرو کې دې اوسي، په انسانیت کې وروڼه دي. بې ورورۍ چلن ورسره مه کوه.»
د مدائن حاکم مالک ته، حضرت علي رض الله تعالی عنه په یوه برخه کې لیکلي و:که خلک د خپلو حقونو او اعتراضونو لپاره ستا خوا ته راتلل؛ نو نظامیان دې رخصتوه، هسې نه چې خلک د هغوی په لیدلو سره وویرېږي او له نظامیانو سره د ژبې دعوې وکړي. ما څو ځله له پیغمبر(ص) څخه اورېدلي چې هيڅ ټولنه مقدسه کېږي نه؛ مګر دا چې وګړي یې له ډار پرته خپل ټول حقونو وغواړي.خدای تعالی د انسان فردي اعمالو ته نه، بلکې په جامعه کې د یوه انسان رفتار ته ګوري او ویني دې چې په جامعه کې د ده اخلاقي وزن څومره دی؟ بدبختانه موږ د دین پر دې ډېرې مهمې او بنسټيزې برخې پوهاوی نه لرو؛ خو د اسلام اجتماعي او اخلاقي برخه چې د اسلام زړه جوړوي؛ له اسلام طرد کړې. اسلام له لارې د اغزي پورته کول دي، اسلام په روڼ وچولي له نورو سره مخېدل دي، اسلام په لاس او ژبه نورو ته ضرر نه رسول دي او اسلام….راځئ اوس خپل ورځنی ژوند د اسلام د مبین او د رسول (ص) د سیرت مبارک سره پرتله کړو او وګورو چې زموږ کړه وړه څومره د اسلام له تقاضاوو سره برابر دي؟

لیکوال: خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *