مقالی اوتبصرې

زموږ ګاونډي دې اسلامي امارت څخه زده کړه وکړي

نن د اوکتوبر ٢٨ مه ده او د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه مېشتو افغانانو ته د پاکستاني حکومت ټاکل شوی ضرب الاجل مخ په پوره کېدو دی، هغه ضرب الاجل چې له مخې به یې میلیونونه افغانان په زوره او بد حالت کې له پاکستان څخه وشړل شي.
هغه شړنه چې وار له مخه یې میلیونونه پښتانه، نور افغانان او پاکستانیان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي
د راپورونو له مخې پاکستان کې ډېری مېشتو افغانانو خپل توکي په نیمه بیه لیلام کړي او پلوري یې، چې دا یو بل اقتصادي فشار دی، چې هلته یې دغه افغانان ګالي.
دغه راز په تېرو پنځوسو کلونو کې بلوچستان، پښتونخوا او پاکستان ته ډېری کوچېدلو افغان زلمیانو او پېغلو هلته له پښتنو پېغلو او زلمیانو سره ودونه کړي او اوس ګډ ژوند کوي او دغه خېښۍ تر ډېره د ګډو کلتوري، دیني او ژبني ارزښتونو پر اساس شوي.
نو د اسلام اباد دغه ګام به د دغو واده شویو جوړو ژوند هم له ستونزو سره مخ کړي.
همدارنګه د پاکستاني حکومت دغه ګام هلته د پښتنو مشرانو غوسه هم راپارولې او له هغه حقیقت څخه یې پرده پورته کړې، چې ښيي لر او بر یو افغان دی او له بلوچستان، پښتونخوا او پاکستان څخه د افغانانو د په زوره ویستلو حق څوک نلري.
هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي نور باچا یو غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې پاسپورټ او ویزې ته اړتیا نشته او لرو او بر یو افغان دی او دا مو ګډه جغرافیه ده.هو دا یو ستر حقیقت دی، چې پښتونخوا یوه پښتونخوا ده او له امو نیولې بیا تر اټکه او بولانه یو پښتون ته دی، ګډ دیني، پراخ کلتوري او سوچه ژبني ارزښتونه لري، نو پر همدې اساس هلته له مېشتو افغانانو سره زور زیاتی هېڅ دلیل نه لري.که پاکستان د افغانانو د په زوره ویستلو لړې پیل کړي نو روان اقتصادي وضعیت به یې لاسخت شي او تر هوایي شرکت پي ای اې وروسته به یې نور بنیادونه هم وشړیږي او دا به د پاکستان سیاسي او پوځي نظام هم ولرزوي، ځکه پاکستان او پښتونخوا کې ډېری لوی کاروبارونه افغانان پر مخ وړي، چې ګڼ شمېر پاکستانیانو ته یې د کار او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو زمینه برابره کړې ده، نو ویلی شو، چې که دغه کاروبارونه سقوط کیږي نو پاکستان به هم سقوط شي.یو بل تحلیل دا هم کېدای شي، چې پاکستان غواړي هلته پر مېشتو افغانانو د فشار راوړلو له لارې له ملګرو ملتونو، هېوادونو او نورو مرستندویو ادارو څخه پیسې ترلاسه کړي، تر څو خپل هوایي شرکت پي ای اې بېرته فعال کړي او دغه راز خپل لرزانک کمزوری اقتصاد روان وساتي، خو باید وویل شي، چې هېواد په سوال او باجګیرۍ نه ساتل کېږي او باید کار ورته وشي.اسلام اباد باید د افغانستان اسلامي امارت څخه زده کړي، مالي فساد ختم کړي او کپیټالېزم ته د پای ټکی کېږدي، پر کانونو ښه مدیریت وکړي او نړۍ سره سوداګرۍ ته منظمه لاره هواره کړي، د مالیې راټولولو باتدبیره سیسټم فعاله کړي او د څار لپاره یې خپلې دوه سترګې څلور کړي، نو هلته به یې هېواد له روان وضعیت څخه ووځي.

تبصره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *