
زیاتره بهرني ګواښونه له کورنیو ستونزو پیدا کېږي !
په عمومي ډول د ټولنې او ملتونو له تاریخي پېښو او تکراري تجربو دا ثابته شوې،چې په کور د ننه د وګړو ښه انتظام، پیوستون او د بېلابېلو قومونو او طبقاتو وحدت او همغږي په اغېزمنه توګه له بهره د راپېښېدونکو خطراتو په مخنیوي کې مهم رول لرلی شي،هماغسې لکه د یو کور پاخه دېوالونه چې د لږ نم او کمو اوبو په تماس نه شي زیانمن کېدلی او واړه سېلابونه یې نه ورانوي،خو پر خلاف یې بیا خام خټین دېوالونه د ډېرو کمو اوبو له جریانه هم نړېدلي او ټول کور ترې زیانمن کېدای شي، مطلب دا چې که د یوې ټولنې او ملت مشري، واکمني او قیادت د داسې هوښیارو، ځیرکو او با تدبیره اشخاصو په لاس کې وي چې خپل ولس په خورا ښه ډول تنظیمولی، پاللی، د سمون او پرمختګ په لور روانولی او داخلي چاودونه یې سره نښلولی شي،نو ښکاره خبره ده چې بهرني دښمنان نه شي کولی په اسانۍ سره د هغوی تر منځ مداخله وکړي، بدګومانۍ او بې باورۍ منځ ته راوړي، اجیران او لاس پوځي په کې وروزي او د خپلو شیطاني مو خو لپاره یې استخدام کړي،خو بل لور ته بیا هر هغه ملت چې خپلو حاکمانو کې عدالت، شفافیت او خدمت نه ویني، ټول امتیازات یې یوازې خپل ځان پورې تړلي او ملت یې د غلطو او نا معقولو پالیسیو له امله تر پوزې راغلی وي، طبیعي ده چې د دښمن په معمولي اشاره به هم را پاڅېږي او په وطن کې به پراخ اړو دوړ او مشکلات جوړوي،باید واضح شي چې د کورنیو ستونزو د حل لپاره بیا دا هم ضروري ده چې څه ناڅه خپل چاپېریال، سیمې او د نړۍ حالات هم په نظر کې ونیول شي. ځکه اوسنۍ نړۍ تر ډېره حده د یو کلي مثال لري او دا وخت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوسېدونکي ټول انسانان د نویو مواصلاتي وسایلو پرمټ ژورې خپل منځې اړیکې سره پاللی شي. بناءً ښکاره ده چې بیا هر څوک د نړۍ د نورو انسانانو په شان سرکاري خدمات، حقوق او پالنه هم غواړي په دې اساس لازمه ده چې هر حکومت تر مناسبې کچې خپل خلک او رعیت ځان ته ورنږدې کړي او دا هغه وخت کېدای شي چې د هېواد پوهان، علماء، مخور او هوښیاران په سترو ملي تصامیمو کې برخمن او وپوښتل شي- بیا ددې مقصد لپاره د بېلابېلو ولسي پرګڼو استازي راغوښتل، د مختلفو اصنافو ټولنې او شوراګانې جوړول لکه د استادانو شورا، د علماؤ شورا، د سوداګرو، ډاکترانو، انجنیرانو، بزګرانو او داسې نورو او بیا د هغوی په خوله د داسې اعلامیو خپرول چې په حقیقت سره د هېواد او خلکو ملي غوښتنې او ګټې ګڼل کېږي. لنډه دا چې په همدغه تدبیر سره شونې ده چې ګردو بهرنیو رقیبانو سره د خپلو خلکو له آدرسه خبرې وشي، ځواب ورکړل شي او له خپلو ملي غوښتنو او تمایلاتو په ښه توګه خبر ورکړی شي- دغه راز په دې ډول به هغه نیوکې هم ځواب شي چې وایي مثلاً دلته د یوې خاصې ډلې واکمني ده، ټولې خبرې یې خپلې او دا د ملت له هيلو سره توپیر لري- موږ باید دغه اندېښنه او مفکوره له منځه یو سو او د عوامو په ژبه او د همدوی له آدرسه ټوله نړۍ پردې قانع کړو چې زموږ تګلاره د همدې ملت خپله تګلاره او همدایې هیله او غوښتنه ده- ښايي په همدې حکمت سره موږ وکړای شو ډېر بهرني ګواښونه له خپلې مخې لیرې او شنډ کړو.