مقالی اوتبصرې

زیانمن شوی ملي یووالی رغول کېږي

څرګنده ده چې دا مهال د اسلامی امارت په وړاندې خورا زیاتې ستونزې شتون لري ځکه پردی پالو د اشغالګرو په لارښوونه د واک پر مهال د واکمنی د اوږدیدو له پاره داسی هڅي کړي چې اوس یې رغاول په لڼډ مهاله کې ستونزمن ښکاري هڅه کیده چې د میشتو قومونو ترمنځ د ملی وحدت تر نامه لاندي د هېواد ویش رامنځ ته کړي او هره ډله او هر قوم ځانته ملوک الطوایفی واکمنی ولري.
هو همداسي وه د زور واکانو ځانګړی برخه په دولتي ادارو کې د پام وړ ګڼل کیده او دولتي عواید به هغو کسانو تر لاسه کول چې بند دري تسلط یې درلوده. هېوادوالو ته به اوس جوته شوي وي چې د ولایتونو او زونونو زورواکان څومره شتمني د قوم او خپلی ډلی ټپلی له امله تر لاسه کړی د هغوي بهرنی شتمنی لاتر اوسه په څرګنده توګه نه ده را برسیره شوي خو په کور د ننه هغه دنګی ماڼی او بی شمېره عصری میلمستونونه چې د ډله ییز ورسنیو له خوا ښودل شوي را جوتوي چې په هېواد کې یې څومره د دي مظلوم او خواریکښ ولس په سترګو پر دي اچولی وي او هره ورځ به یې د جګړي د تازه کیدو له پاره نوي نوي لاري لټولي. ځکه په جګړه کې د دوي ناوړو ګټو پراختیا مونده او د دوي د واکمنی موده پکښی اوږدیده خو د خواشیني خبره داده چې زموږ یو شمېر هېوادوال چې زور واکانو به په مختلفو پلمو د قومي توپیر په نامه په ځان راټولول د دي توپیر نه شو کولي چې ولی خپل اولادونه د زور واکانو په لارښوونه خپل منځي جګړوته وهڅوي او په هېواد کې تر اوږد مهاله قومی تاوتریخوالي شتون ولری. همدا وجهه وه چې د هري ورځي په تیریدو سره قومي ډلي ټپلی چې تنظیمی بڼه یې درلوده په هېواد کې ملی یووالی ته سخت زیان ورساوه چې اوس یې اسلامي امارت په رغاونه بوخت دي اوس هم کله کله له بهره د واک ټیکه داران ډول ډول انګازی راخپروي چې ملی وحدت ته زیان رسیدلی او ملی حکومت شتون نه لري. هغوي چې بیا د واک خوبونه ویني غواړي چې افغانان یو ځل بیا په غوړو او نرمو خبرو وغولوي. خو اوس افغانان پوه شوي او د هغوی جنایتونه یې ولیدل چې څومره یې د خپل مظلوم قوم په سر شتمنی ترلاسه کړې او د خپل قوم له پاره یې کوم د خیر ښګیڼی کار ترسره کړې بلکې ستونزی یې ورپیدا کړی او د فقر په ګدی یې کښینولي دي. له همدي کبله ازمایښت شوي به نور هغه څه ته لاس رسی پیدا نه کړی چې بیا د قوم او ډلی ټپلی په نامه زموږ واحد ملت وویشی او خپل منځي شخړو ته لاره هواره کړې ځکه اسلامي امارت هیچا ته د دي اجازه نه ورکوي چې د قوم او ژبې په نامه امتیاز تر لاسه کړې او هېواد په قومونو وویشي افغانانو تل په هېواد کې د ورونو په څیر ژوند کړې او د دي وروسته به هم د ورونو په څیر ژوند وکړي او د هېواد ورانی او ویجاړي به د ټولو میشتو قومونو په یووالي سره راجوړي کړې ځکه اوس د دي وخت را رسیدلي چې سره یوشو او د اشغالګرو څخه راپاتی شوي ستونزي په یووالی سره حل کړو تر څو د نورو هېوادو په څیر د هوساینی څخه برخمن شو.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *