لیکنېمقالی اوتبصرې

ساحـر څـوک دی؟

د سِحر{جادو} پېژندنه:
دا چې امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت حکم کړی، د هغو کسانو د فعالیت مخه ونیسي چې په جادو او کوډو لاس پورې کوي.
نو د اکثرو عوامو فکر ته دا راځې چې شرعي دم او جادو(سحر) یو شان دي، او یا نه پوهیږي چې سِحر او جادو څه ته وایې، نو ومې غوښتل چې د سِحر او شرعي دم په اړه درته معلومات درکړم.
د سحِر{جادو} لغوي پېژندنه :
په عربي ژبه کې د جادو لپاره د (سحر) کلمه کارول کېږي ، چې علماء کرام يې داسې تعريفوي.
ليث رحمه الله يې په اړه فرمايي : سحر هغه عمل دی چې د هغې په مرسته انسان کولی شي، چې ځان شيطان ته نږدې کړي او بیا له هغه څخه مرسته وغواړي .
علامه ازهري رحمه الله فرمايي : په حقيقت کې د يو شي بل شي اړولو ته سحر ويل کېږي.
علامه ابن منظور رحمه الله فرمايي :
گویا کله چې کوډګر په حق کې باطل ولیده او شی يې په حقيقت کې په بل شکل وګڼه ، نو ده هغه شی له خپل مخ نه واړاوه .
ابن عايشه فرمايي : عربان ځکه سحر ته سحر وايي چې دا روغتيا پر ناروغۍ بدلوي »
ابن فارس رحمه الله فرمايي :
يوه ډله داسې وايي چې کله باطل د حق په شکل واوړي ، نو دې ته سحر ويل کېږي .
المعجم الوسيط ليكلي دي :{ سحر هغه شی دی چې ماخذ يې باریک او دقيق وي}
د سِحر{جادو} معنا د شریعت په اصطلاح کې:
امام فخر رازي رحمه الله فرمايي :
سِحر د شریعت په عرف کې هغه شي پورې تړلی دی چې لامل يې پټوي اود خپل حقیقت پر خلاف یا په بل شکل خلکو ته وړاندي کړای شي .
ابن قدامه مقدسي رحمه الله فرمايي:
سحر هغه غوټې ، دمونه او کلام دی چې يا ويل کېږي او يا يې هم خلک ليكي ، او يا داسې عمل دی چې په چا وشي ، د هغه پر زړه يا بدن اغېزه کوي سحر په حقیقت کې اغېزه لري، ځکه چې د همدې اغېزې له امله خلک وژل کېږي ، ناروغه کېږي او له خپلې مېرمنې سره له کوروالي ناتوانه کېږي بل دا چې د خاوند او مېرمنې تر منځ بېلتون راوستی شي او د دوه تنو تر منځ کرکه او کینه هم پیدا کوي.
{له الصارم البتار کتاب څخه}
د سِحر{جادو} لنډه پېژندنه:
سحر د جادوګر او شيطان تر منځ د هغه تړون نوم دی چي له مخې یې جادوګر د شرکي او حرامو چارو مرتکب ګرځي، چې د هغه په بدل كي شيطان له جادوګر سره مرسته کوي.
شیطان ته د کوډگر یا ساحر د نږدې کېدو ځينې لارې چارې:
1. ځيني جادوگران قرآن كريم ( نعوذ بالله من ذالک خپل پښو پوري تړي او له دې سره بيت الخلا ته هم ننوځي.
2. ځيني خلک داسې وي چي د قرآن کریم آیتونه پر چټلو شيانو ليکي.
3. ځيني داسي وي چي دا آیتونه د حيض پروينه ليكي ځينې خلک داسې وي چي د قرآن کریم آیتونه د پښو پر تلو وليکي او بیا ورسره ګرځي.
4. ځيني فاتحه سرچپه لیکي او ځينې بې اودسه لمونځ کوي.
5. ځینی خلک په جنابت کي وخت تېروي، ځيني د الله تعالى له نامي پرته د شیطان په نوم حلاله کوي او څاروی په داسی ځای کې غورځوي چي شيطان ورته ښودلی وي .
6. ځينې له ستورو سره خبرې کوي او له الله تعالى پرته هغو ته سجدې هم كوي.
7. ځيني لعنتيان له خپلي مور او خور سره بدکاري (زنا) کوي.
8. ځيني داسي هم شته چي له عربي کلمو پرته په نورو ژبو منترونه ليکي، چې هغه کفري مانا لري. {وقایة الأنسان کتاب څخه}
بعضي جاهل خلک د سِحر{جادو} څخه انکار کوي، دلته غواړم چې د سِحر په وجود دلایل راوړم.
لومړي: له قرآنکریم څخه دلایل:
ژباړه: او دوى د هغه څه تابع شول چې د سلیمان په بادشاهت كې شیطانانو لوستل، او سلیمان كفر نه و كړى او لېكن شیطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده۔ او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هیچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ویل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ یَوْ ازمېښت یو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مېنځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هیچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله۔ او یقینًا یقینًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او یقینًا بد دى هغه څیز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، کاشکې هغوي ورباندې پوهېدلاي.
همدارنګه الله ﷻ په بل ځاې کې داسې فرمایلې:
ژباړه: موسٰی وویل: ایا تاسو حق ته (جادو) وایئ كله چې تاسو ته راغى، ایا جادو دا دى؟، حال دا چې جادوګر خو برى نه مومي.
ژباړه: بس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي.
او همدارنګه نور ایاتونه هم شته خو د موضوع د اوږدېدو په خاطر ورنه تېر شوم.
دوهم: له احادیثو څخه دلایل:
– د ابو هريره رضي الله عنه په روایت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
خپل ځان له اووه تباه کوونکو شیانو څخه وژغورﺉ. صحابه کرامو وویل : ای د الله رسوله هغه شيان كوم دي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل :
1. له الله تعالی سره شریک نیول.
2. جادو كول .
3. د هغه شخص وژل ، چې الله تعالی یې وژنه حرامه ګرځولې وي ، دا چې هغه په نېکه طریقه وي، پروا نه کوي.
4. سود خوړل.
5. دیتیم مال خوړل.
6. د جنګ په ورځ شا ګرځول (په جهاد کې تېښته کول)
7. په پاکلمنو مومنانو ښځو پورې د زنا تور لګول.
په پورتني حديث کې موږ ته رسول الله صلى الله علیه وسلم حکم کړی دی ، چې ځان له جادو او كوډو څخه وساتو او دا خبره يې هم بیان کړه ، چې جادو د سترو تباه کوونکو ګناهونو له جملې څخه یوه ګناه ده ؛
بس دا ددې دلیل دی چې سحر او جادو داسې شی دی چې حقيقت لري.
– ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :
{چا چې د علم نجوم زده کړه وکړه، نو هغه د جادو او سحر یوه برخه زده کړه، څومره چې په علم نجوم کې زیاتوالی کړی وي ، هومره زیاتوالی یې په سحر کې وکړ .}
په پورته حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه تګلاره څرګنده کړه چې انسان د جادو زده کړې ته هڅوي.
بس دا خبره يې د دې لپاره وکړه چې مسلمان ترې ځان وساتي.
دا په دې خبره هم دلیل دی چې سحر داسې علم دی چې حقیقت لري او زده کېږي (هسې وهم نه دی). پر دې خبره د الله تعالی دا وینا هم دلالت کوي.
ژباړه: بس دوی به له دې دواړو پرښتو څخه هغه شی زده کاوه ، چې له مخې به دوی پرې د خاوند او مېرمنې تر منځ بېلتون راوسته .
څرګنده شوه چې سحر او جادو د نورو علمونو په څېر یو علم دی.
– عمران بن حصین رضي الله عنه روايت كوي ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :
چا چې بدفالي ونیوه یا د ده لپاره بل چا بد فالي ونیوه یا چا له ځان څخه فالگر جوړ کړ یا بل چا دده لپاره فالگري وکړه، څوک چې کاهن جادوګر ته لاړ او د هغه خبره يې رښتينې وګڼله ، نو دا زموږ له ډلې څخه نه دی او کوم شی چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی ، پر هغې يې کفر وکړ( یانې انکاریې ترې وکړ) .
په پورته ذكر شوي حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم حکم وکړ چې خلک دې نه سحر کوي او نه دې ساحر او کوډګر ته ځي .
د دې لپاره چې وه پېژنو ساحر څوک دي نو د ساحر او جادوگر د پېژندنې لارې چارې درته ښایم.
کله چې تاسو په چا علاج کوئ او په هغو کې له لاندې نښو څخه یوه نښه ومومئ، نو پرته له شک او شبهې څخه نوموړی ساحر بلل کېږي؛
نښې په لاندې ډول دي:
(۱) – له ناروغ څخه د مور او پلار د نوم پوښتنه کول .
(۲) – له ناروغ څخه کوم شی غوښتل، لکه جامې ، خولۍ ، دستمال اوداسي نور.
(۳) – کله کله له معلومو صفتونو سره یو څاروی راوغواړي ، هغه د الله تعالى له نوم پرته په بل نوم حلال کړي او په وينه يې د ناروغ درد من ځای ککړ کړي یا هم دغه حلال شوی څاروی په شړ ځای کې وغورځوي .
(۴) – د منترونو لیکل.
(۵) – د نامفهومه منترونو لوستل.
(٦) – ناروغ ته داسې کاغذ ورکول چې مربع ډوله شکل په کې وي او د هغې په منځ کې يې ځينې توري او حساب يا شمېر ليکلی وي.
(۷) – ناروغ ته د دې حکم کول چې هغه دې تر یوې ټاکلې مودې پورې په يوه داسې کوټه کې کېني چې د لمر وړانګې په کې نه لګي.
(۸) – ناروغ ته داسې هم وايي چې تر یوې ټاکلې مودې پورې به اوبه نه استعمالوي ، غالباً دا څلوېښت ورځې وي. پورته ذکر شوې نښې پر دې دلالت کوي چې کوم پېری د دې جادوگر خدمت کوي ، هغه عيسوي دی.
(۹) – ناروغ ته ځينې شيان په ځمکه کې د ښخولو لپاره ورکول.
(١٠) – ناروغ ته د داسې تعويذونو ورکول چې په هغې کې داسې کلمې وي چې نامفهومه ګڼل کېږي یعنې څوک يې په مفهوم نه پوهېږي.
(١١) – کله کله ساحر ناروغ ته د هغه نوم کلی او کومه ستونزه چې لري ، ټول ښيي .
اوس راځم شرعي دم او دعا ته:
جناب رسول الله ﷺ او صحابه کرامو د قرآن کريم په آيتونو خلک دم کړی دی په سنن ابوداود او صحیح ابن حبان کې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ،به په اوبو باندې قرآن ويلو او بيا به يې په ثابت بن قیس چې مريض ؤ پاشلې . (سنن ابوداود 4/214 و صحیح ابن حبان 7/623.
حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايلي : رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل ځان په معوذتينو سره په خپله دمولو، په هغه مرض کې چې وفات شو پکې، کله يې چې مرض سخت شو نو بيا به ما په جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې دم اچولو (يعنې ما به دمولو) او رسول الله صلی الله علیه وسلم به مې په لاس سره مسح کاوه د برکت د زياتوالي په خاطر.
يو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د ام سلمه رضی الله عنها په کور کې يوه انجلۍ وليدله چې په مخ کې يې د شيطان د ضربې اثر وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : څوک دم کوونکى ورته راوغواړﺉ، ځکه چې په دې انجلۍ باندې د بدو سترګو اثر دى.
ثابت بناني رحمه الله چې له کبارو تابعينو څخه دى حضرت انس بن مالک رضی الله عنه ته ورغى او وې ويل : اې ابا حمزه ! له مرض څخه شکايت لرم، حضرت انس رضی الله عنه ورته وويل : څه خيال دې دى تا په هغه دم باندې دم نکړم په کوم دم به چې جناب رسول الله دم کولو، ثابت بناني رحمه الله وفرمايل مهرباني وکړﺉ دم مې کړﺉ، حضرت انس رضی الله عنه وويل : اې د مخلوقاتو پرورد ګاره او د ضررونو ليرې کونکيه شفاء ورکړې او ته شفاء ورکونکى يې، ځکه چې له تا پرته بل څوک شفاء ورکوونکى نشته او نه پريږدي مرض.
ذکر شوي ټول احاديث د دم په جواز باندې دلالت کوي او په دې سر بيره د دم په جواز کې نور احاديث هم په کثرت سره موندل کېږي او په شريعت کې له هغه څخه کومه منع نه ده راغلې، نو له همدې کبله له دم او نورو څخه انکار کول دا مستلزم ګرځي له صحيحه احاديثو څخه انکار کولو ته، نعوذ بالله منه .
او همدارنګه هغه تعویذ چې شرکې الفاظ ورکې نه وي هم جایز دې:
مالک رحمه الله فرمايلي : د هغو نوشتو چې د الله تعالى نومونه پکې ليکلي شوي وي په ناروغ باندې راځوړندول څه پروا نلري، په دې شرط چې په هغه سره حقيقتا د نظر دفع کول نه وي مراد.
حضرت باقر رحمه الله د ماشومانو لپاره د تعويذ ځوړندول مطلقا جائز او رخصت ګڼلي، ابن سيرين فرمايلي چې د تعويذ (د قرآن د آيت) ځوړندول د انسان لپاره جواز لري، که لوی وي او که ماشوم څه پروا نلري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة فاتحه په هکله فرمايلي چې د هغې د کلماتو او د حروفو ليکل د ځوړندولو لپاره او ويل يې (د هر مرض نه شفاء دی) عام له دې چې ديني مرض وي که دنيوي، حسي وي که معنوي.
ددې حدیث نه معلومیږي چې سورة الفاتحه تعویذ کولې شې.
په فتح القدير کې ذکر شوي چې که چيرته تعويز په قرآن او ماثوره دعاګانو باندې مشتمل وي په داسې حال کې چې پټ وي (پوښل شوى وي) له هغه سره بيت الخلاء ته تلل د خلکو د توسع او وسعت لپاره جائز دي.
عمرو بن شعيب رضی الله عنه له خپل نېکه څخه په روايت کولو وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : کله چې له تاسو څخه څوک په خوب کې وډاريږي بايد د خوب په وخت کې داسې ووايي : د الله تعالى په کلماتو سره پناه غواړم چې تامې (مکملې) دي کوم عيب او نقص پکې نشته او د هغو په ذريعه پناه غواړم، د الله تعالى له غضب او عذاب څخه او د بندګانو له شر څخه او د شيطانانو له وسوسو څخه چې ماته حاضر شوي دي، نو هيڅکله به شياطين نوموړي کس ته په خوب کې ضرر او تاوان ونه رسوي، عبدالله بن عمرو چې د عمرو بن شعيب نېکه دى نوموړي به هميشه خپلو بالغو اولادونو ته نوموړې کلمې ورزده کولې او د نابالغه اولادونو لپاره به يې ذکر شوې کلمې په يوه کاغذ باندې وليکلې او بيا به يې هغه د خپلو وړو اولاد ونو په غاړه کې ځوړندولې، چې دا حديث په غاړه کې د تعويذ د تعليق (ځوړندولو) په جواز باندې قاطع دليل دى، ځکه چې د صحابي فعل د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې قول له مخې چې ويلي يې دي (زما اصحاب د ستورو په څير دي په هر يوه پسې مو چې اقتداء وکړه لار مو پيدا کړهقاطع حجت ګرځيداى شي )
همدا حديث شريف اصل او منشاء ده د تعويذ د ځړولو د جواز لپاره. البته هغه تعویذ چې شرکې الفاظ ونه لري.

لیکنه: لطف الرحمن قمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *