سرمقالې

سالم قيادت او زموږ مسؤلیت

نن چې په مجموع کې اسلامي امت، يا شخصاً موږ افغانان له کومو مشکلاتو کړېږو، یو لوی لامل یې دا دی، چې له اوږدې مودې راهيسې سالم قيادت څخه بې برخې يو. کوم ملتونه چې هوښيار، پوه، مخلص او با بصيرته رهبران ولري، هغوی تر ډېره بريده له ستونزو څخه په امن او سوکاله ژوند لري.
کله چې افغاني کمونستانو پر سردار داود کودتا وکړه، نو د افغانانو د غم ورځې پيل شوې تر هغه را وروسته که کمونستان وو او که جهادي تنظيمونه، ټول رهبران د شخصي ګټو، ناپوهي او غفلت پر مرض مبتلا وو. تر دې چې الله تعالی د مظلومو افغانانو دعا قبوله کړه او امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کندهار له يوې مدرسې راپورته شو، خپل درسونه یې په نيمه کې پرېښودل او د خپل ملت د ارامي او هوساینې لپاره یې د ظالمانو او مفسدينو خلاف جهاد پيل کړ، تر دې چې ټول هېواد کې يې امن او عدالت قايم کړ. دا نو د الله تعالی يوه ځانګړې لورينه وه، چې په هماغه شان ترينګلي وضعيت کې یې افغانان په يو کم ساري سالم قيادت ونازول.
خو د نړۍ فرعونيانو کله دغه سوچه اسلامي نظام او د افغانانو سوکالي زغملی شوه، نو هماغه و چې د امريکا په مشرۍ صليبي ټلوالې پر ګران هېواد افغانستان يرغل وکړ، له درنو بمباريو او قتل عام وروسته اسلامي امارت شاتګ ته اړ شو، مجاهدينو ښارونه پرېښودل او غرونو ته وختل. عجيبه دا شوه چې پروني کمونستان او تش په نوم مجاهدين يوځای د صليبيانو پر اخور سره ورټول شول.
د همدې بدمرغه صلیبي يرغل له امله افغانان يو ځل بيا له يو مخلص قيادت څخه بې برخې او پر ځای یې داسې خلک پرې حاکمان شول، چې د يرغلګرو مطلق غلامان وو. په تېرو شلو کلونو کې چې دغو ظالمو، مفسدو او خائنو چارواکو کومې نادودې وکړې، ټول پرې خبر يو او بحث نه دی پرې پکار.
البته؛ د خوښۍ ځای دا ؤ، چې مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت له سقوط وروسته، بيرته د مبارزې او مقابلې لاره ونيوله، ډېر ژر بیا په ټول هېواد کې د مجاهدينو منظمې جبهې جوړې شوې او د يرغلګرو خلاف د جهاد سنګرونه ګرم شول.
وخت تېرېده، يرغلګرو هم له یو ډول وحشت درېغ نه کاوه او مجاهدينو هم له هيڅ ډول قربانيو مخه نه اړوله، مقابله روانه وه، مجاهدين په خورا لوړ مورال د يرغلګرو خلاف جنګېدل، خو ناڅاپه په همدې سختو شپو ورځو کې مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ناروغ او بالاخره وفات شو.
ملا اختر محمد منصور چې د ملا صاحب مرستيال ؤ، د اسلامي امارت د رهبرۍ د يو شمېر با بصيرته مشرانو له خوا د اسلامي امارت د زعيم په توګه وټاکل شو، دوی مرحوم ملا صاحب د وفات خبر له ځان سره  امانت وساته، ځکه مجاهدينو خورا پېچلو حالاتو کې قرار درلود، نو لازمه  وه چې د مجاهدينو مورال همداسې لوړ وساتل شي. بيا چې دوه کاله وروسته د مرحوم ملا صاحب د وفات خبر رسماً نشر شو، نو د اسلامي امارت د رهبري شورا له خوا رسماً ملا اختر محمد منصور د اميرالمؤمنين په حيث وټاکل شو.
نوموړي په خورا لږه موده کې خورا زيات کار وکړ، په رښتينې معنی یې د مرحوم ملا صاحب د ځايناستي په توګه حق اداء کړ. د منصور صاحب د قيادت پر مهال اسلامي امارت هم په پوځي ډګر کې خورا ګړندی پرمختګ وکړ او هم په سياسي ډګر کې. منصور صاحب د خپل لوړ حکمت او سياسي بصيرت پر مټ ډېره لنډه موده کې له ګاونديو او سيمه ييزو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې ورغولې او امارت یې د يو لوی سيمه يیز ځواک په حیث پر خلکو ومانه.
البته؛ تر ټولو لوی کمال یې دا ؤ، چې د کفارو د ټولو دسيسو مقابله یې وکړه او د اسلامي امارت صف یې متحد وساته.
د منصور صاحب صداقت، اخلاص او مېړانه هغه وخت لا ښه ثابته شوه، کله چې غږ وشو، چې اميرالمؤمنين شهيد شو!
هو! دا کومه عادي جمله نه ده، دا جمله په تاريخ کې بيخي کمه پېښه شوې، چې اميرالمؤمنين خپل ځان دومره لویو خطراتو ته ورکړي، چې بالاخره په شهادت ورسيږي.
د شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله له شهادت وروسته د اسلامي امارت د رهبري شورا له خوا شيخ القرآن و الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د امير المؤمنين په حيث وټاکل شو.
اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده هم په پوره اخلاص د خپلو اسلافو لاره تعقيب کړه، له هر ډول مشکلاتو سره یې خورا پر مېړانه مقابله وکړه، آن تر دې چې اسلامي امارت یې د بريا تر حده را ورساوه او له مرحوم ملا محمد عمر مجاهد او شهيد ملا اختر محمد منصور صاحب سره کړې ژمنه یې پوره کړه.
اوس چې الحمدلله؛ يو ځل بيا ټول هېواد له دغه شان سپېڅلي او مخلص قيادت څخه برخمن شو، نو د ټولو افغانانو کلک مسؤليت جوړيږي، چې د خپل نظام تر څنګ ودريږي، په هره برخه کې یې مرسته وکړي او پرېنږدي چې دغه پاک او سپېڅلی قيادت له کوم ګواښ سره مخ شي.
د موجوده سپېڅلي قيادت د بقاء به هيله!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button