
ستره محکمه: د شرعي حدودو پلې کول د بشري حقونو نقض نه دی
د سترې محکمې چارواکو د علومو اکاډمۍ په تالار کې د ((شرعي حدونو تطبیق او د امنیت پر تامین یې رول)) تر عنوان لاندې په یوه کنفرانس کې ویلي چې د شرعي حدونو پلې کول د بشري حقونو او د عامه ازادۍ سلب نه دی.
د سترې محکمې د دارالافتا رییس عزیزالله مظهري وایي چې د شرعي حدودونو په تطبیق کې دې له افراطه او تېري کار نه اخیستل کېږي. ښاغلی مظهري وړاندې وایي: (( د حدونو د تطبیق په برخه کې غوره تګلاره د منځلارۍ په پام کې نیول دي.))
د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرجان ثاقب وایي چې د شرعي حدونو په تطبیق کې د وګړو مال، سر او عزت خوندي کېدای شي. ښاغلی ثاقب زیاتوي: (( په نړۍ کې چې څومره هېوادونه دي، تر هغې پکې ډاډمن امنیت نه شي رامنځته کېدای؛ څو شرعي حدود پکې پلي نه شي.)) ده ویلي چې څومره ډاډمن او مثالي امنیت چې په شرعي نظامونو کې شته، په هېڅ نظام کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د سترې محکمې د تمیز رییس محمد شریف رحماني وایي چې د شرعي حدودنو تر ټولو لویه ګټه دا ده چې هېڅوک د تېري اوظلم زړه نه شی کولی. دی وایي چې که حدود تطبیق وي بیا یو څوک له دې ډاره هم څوک نه شي وژلی چې په مقابل کې یې زه وژل کېږم.