
ول جــلا جـــلا روان دي لکه ستـوري
ته به وایې سره وران دي لکه ستوري
نور جهــان ته یې رڼا نه ور رسېــږي
تت ځلېږي یو د ځان دي لکه ستـوري
نه تاثیر نه یې مسیــــر رامالومېــږي
چا شیندلي له کاروان دي لکه ستوري
لکه لمر غـــونډه رڼا ورکړې څــــښتنه
دا د نن مســــلمانان دي لکه ستـــوري
چې په سپینو لاسو سپین کارونه وکړي
دا رڼـه رڼـه ځــوانان دي لکه ستـــوري
ټول پر حق سره راټول لکه غاټول کړې
لوړ زاهده ستا تر توان دي لکه ستـوري
حنیفه زاهد