ټولنه اوکلتورلیکنې

سرتېري ته سپارښتنې

له ګناهونو ځان ژغورل
زړه ته را تېره سرتېريه!
اللهﷻ فرمايي«ژباړه: ای مؤمنانو! په تکليفونو صبر کوئ، له کفارو سره په مقابله کې استقامت کوئ، د احتمالي جګړې پر مهال د دښمن پر وړاندې چمتو اوسئ او په هر حال کې له اللهﷻ څخه و ډار شئ، دا ټول د دې لپاره چې تاسې په پوره توګه کامياب شئ. »
بايد وويل شي چې په آيت کې لومړني دوه کارونه (په تکليفونو صبر او په جګړه کې استقامت) سرتېرو په ښه توګه ترسره کړل. پاتې دوه وروستي کارونه ( چې د بلې احتمالي جګړې پر وړاندې چمتووالی او له اللهﷻ څخه همیشه ويره ده) دې ته باید د سرتېرو ځانګړې پاملرنه وي.
د سرتېرو لپاره مهمه داده چې له ګناهونو څخه ځان وژغوري او د کولو په صورت کې اللهﷻ ته ژر تر ژره توبه وباسي.
دا يو څرګند حقیقت دی،چې کله هم اسلامي لښکرونه په ګناه اخته شوي؛ بیا يې د بریا ورځ نه ده ليدلې او په کومه ورځ چې لښکرونه له ګناه پاک شوي ؛ بیا يې فتوحاتو ټوله نړۍ راګير کړې ده.
د سرحداتو ساتنه
زړه ته را تېره سرتېريه!
ته په دې خوشبخته یې، چې الله تعالی وخت په وخت د کفارو پر خلاف په مختلفو ډګرونو کې د مبارزې لپاره انتخاب کړى یې. تر اوسه د اسلامي نظام د قيام په موخه د يرغل پر وړاندې ګوته په ماشه وې او اوس بیا له پرديو يرغلونو څخه د اسلامي خاورې، پولو او سرحداتو ساتنه کوې، چې دې عمل ته «رباط» ویل کېږي او د رباط په اسلام کې ځانګړی فضيلت بيان شوی دی: رسول الله ﷺ فرمايي: ژباړه: د اللهﷻ په لاره کې د رباط يوه ورځ تېرول تر دنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي؛ غوره ده[رواه البخاري] ابو عزام عراقي رح په يو وصيت کې مجاهدينو ته داسي ليکلي وو: « د الله تعالی په لار کې( رباط) د کعبې شریفې او بیت المقدس تر ګاونډيتوب غوره عمل دی، ابوهريره رض وايي: د الله تعالی په لار کې د رباط يوه شپه ماته د حجر اسود په څنګ کې د تهجد تر لمانځه ډېر ارزښت لري.
دا چې اوسمهال کوم سرتېري د سرحداتو ساتنه کوي؛ د دې ترڅنګ چې له پورته فضيلته برخمن دي، يو دروند مسؤلیت هم ور له غاړې دی؛ ځکه دوی د هېواد هغه مهمې نقطې تر څار لاندې ساتي چې لومړی له يرغلونو سره مخ کېږي، سرحدي سرتېري بايد خپل کار ته د اهمیت په سترګه وګوري؛ ځکه دوی له بې ساري اسلامي نظام څخه دفاع کوي، دوى د نورو پوځي ځواکونو په شان نه دي،چې له خپلو طاغوتي نظامونو څخه دفاع کوي.
له ولس سره نېک چلند
زړه ته را تېره سرتېريه!
ته بايد له ولس سره خورا نېک چلند اختيار کړې؛ ځکه د همدې ولس په مرسته تا د نړۍ زبرځواک را وپرځول او واک ته ورسیدې، د تاريخ په اوږدو کې هغو نظامونو پايښت او دوام موندلی،چې ولسي مشروعیت لري او په زړونو کې ځای لري او تل هغه قوي نظامونه له منځه تللي چې په ولسونو کې منفور شوي دي.
عمر بن عبدالعزيز رح په يوه تاريکه شپه کې د يو ويده سړي تر څنګ تيرېده چې په کې وخوت، سړي سر راپورته کړ او نوموړي ته يې وويل « آيا لیونی یې؟» ده ور غبرګه کړه چې نه! لیونی نه یم! د عمر بن عبدالعزيز رح ساتونکي د سړي د وهلو اراده وکړه، خلیفه ورته وويل: مه کوه! ده خو يوازې دا خبره وکړه چې لیونی يې؟ ما ول نه! [تاريخ دمشق لابن عساكر]

دويمه برخه – حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *