ټولنه اوکلتور

سرتېري ته سپارښتنې

له بيت المال سره احتیاط
زړه ته را تېره سرتېريه!
په بيت المال کې له خيانت کولو ډډه وکړه او ډېر په کې محتاط اوسه؛ ځکه بيت المال د هر مؤمن وګړي حق او په ځانګړې توګه د سپېڅلیو شهيدانو د وينو لاسته راوړنه ده، له دې امله يې بې ځایه استعمال لوی جرم او د بندګانو د هغه حق ضايع کول بلل کېږي چې له هغوی څخه له بښنې غوښتلو پرته په هېڅ صورت نه بښل کېږي.
نورالدین زنګي رح په داسې حال کې چې د وخت سلطان و، خو په بيت المال کې د ډېر احتياط له امله د شام له بېوزلو کسانو څخه شمېرل کېده.
خليفه عمر بن عبدالعزيز رح یوه ورځ خپل غلام ته امر وکړ چې څه انار راوړه، هغه چې کله انار راوړو؛ نوموړي ورته وویل: څومره ژر دې راوړو؟ هغه وویل د بيت المال په آس لاړم، عمر له دې امله سخت وژړل چې ولې د بیت المال په آس زما شخصي کار ترسره شو؟!
دغه عادل خلیفه له مړینې وروسته يوازې ١٨ ديناره پرېښودل، په پنځه ديناره ورته کفن واخيستل شو، په څلور ديناره ورته قبر تيار شو او پاتې ٩ ديناره يې په يوولس اولادونو ووېشل شو.
خپل وخت قیمتي کول
زړه ته را تېره سرتېريه!
دا چې په حکومت کې د ننه په سرتېرو له رسمي دندو ور هاخوا کوم وخت تیرېږي؛ له دغه وخته باید کومه ګټه ترلاسه کړي او کوم مهم کارونه باید په پام کې ونیسي؟
لومړی باید هغه څه په ګوته کړو چې سرتېري يې له غوره مصروفيتونو را ګرځولي او د دوی قیمتي وختونه يې ضایع کړي دي.
١_ د ټليفون ناسم استعمال
ټليفون په نننۍ زمانه کې له هغو اسبابو ګرځېدلی،چې له اړتيا سره په څنګ کې نورې ناوړه پایلې هم لري لکه: ناروا تصویرونه، فلمونه، سریالونه او ګیمونه کتل. خوش خونده، بې پنده او سندرو ته ورته ترانې اوریدل، اوږدې او بې ګټې ټليفوني اړیکې پالل او داسې نور.
٢_ بې موخې ملګري
دا سمه ده چې هر ملګری به یوه موخه/هدف لري، خو يو نيم داسې کسان هم تر سترګو کېږي چې په ژوند کې هېڅ موخه نه لري، همت يې ډېر ټيټ او اراده یې سسته وي، لوړ فکر او ژور خيال نه لري، د ځان په څېر يې نور هم له ګټورو کارونو را ګرځولي وي. داچې ملګری له ملګري ډېر ژر تأثر اخلي؛ نو له ضرورت پرته د دغه ډول ملګرو ملګرتیا منفي اړخونه لري او کېدای شي با استعداده کسان بې ثمره پاتې شي.
٣_ بازاري منظرې
داچې زیاتره مجاهدین په بازارونو کې اوسي او دوی له دندو ور هاخوا په بازارونو کې له ضرورت پرته تګ راتګ کوي، تفريحي ځايونو او سیاحتي پارکونو ته ځي؛ نو د يو لړ نورو زیانونو تر څنګ دا هم يادولای شو،چې له بیت المال سره خيانت رامنځته کېږي، د عيش او هوس پرستۍ ماده قوي کېږي، له عبادت سره شوق ختمېږي، په مادیاتو روږدي کېږي، د ژوند له سپېڅلي هدفه په شا کېږي او خپل دروند حیثیت له لاسه ورکوي. د پاکستان پياوړی دیني عالم مولانا عبد الرزاق اسکندر (رحمه الله)په یو وصيت کې لیکلي وو«طالبان باید بازارونو ته د بیت الخلا په سترګه وګوري، چې له ضرورت پرته په کې وخت تېرول هېڅ ارزښت نه لري»
له ناوړه کارونو ډډه کول
زړه ته را تېره سرتېريه!
ستا معنويت اوس هم باید د پخوا په څېر ځلانده او باطن دې صفا وي او همغه پخواني لوړ صفات له لاسه ور نه کړې لکه: تقوا، له عبادت سره مينه، له خواهشاتو پرهېز، په مادیاتو بې باوري، دعاګانې او تلاوتونه، د شپې مهال ژړا ګانې، د شهادت شوق، خپلمنځي اتفاق، اخلاص او للهیت، ايثار او صداقت.
واکمني او مادیات دې باید په سپېڅلي ژوند کې بدلون رامنځته نه کړي او باید ناوړه صفاتو او اخلاقو ته دې ونه هڅوي لکه: له خپلې دندې غافله کیدل، په خپل وخت نه حاضرېدل، خپل کار بل چاته سپارل، له رخصتۍ پرته نورې شپې تېرول، ارایش او بدني ښکلا ته زياته پاملرنه کول، د مشرانو اطاعت نه کول، په عبادت کې سستي کول، د خدمت پر ځای معاش(تنخوا) مقصد ګرځول، د شهرت او منصب غوښتنه کول، اختلاف او کرکه کول، له نارواوو څخه سترګې نه ساتل، فخر او لويي کول، په صف کې ناوړه خلک داخلول، بیت المال شخصي ملکيت ګڼل، نفلي اعمال څه، په فرضي عباداتو کې کوتاهي کول.

دریمه برخه – حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *