ټولنه اوکلتور

سرتېري ته سپارښتنې

د نيت اصلاح او خپل هدف پېژندل
زړه ته را تېره سرتېریه!
ستر لارښود رسول الله ﷺ فرمايي چې د ټولو اعمالو صحت او فساد په نيت پورې تړاو لري.
ابن ابي جمره «رح» وايي: زړه مې غواړي چې ټول وخت د فقهاوو ټولی د دې لپاره ناست وای چې خلکو ته يې د خپلو اعمالو اهداف په ګوته کولای او نيتونه يې اصلاح کولای؛ ځکه زیات شمېر خلکو ته د ناسم نيت له امله ستونزې رسېږي.
ښه نیت دومره اهميت لري چې ډېر وخت به يو چا کوم عمل او قول نه وي کړی؛ مګر په ښه نیت سره به د ثواب څښتن وګرځي.
په ځمکه کې يو شرعي امیر ټاکل، د هغه تر رهبرۍ لاندې يو نظام رامنځته کول او د دې نظام په چوکاټ کې په خلکو باندې له حکومت کولو د سرتېري يوازينی نیت بايد د اعلاء کلمة الله لوړوالی، د اسلامي نظام ټینګښت، د کفارو او د هغوی د قوانینو پر ضد مبارزه، له پرديو يرغلونو څخه د اسلامي خاورې ساتنه، د دیني مقدساتو تأمين، د خلکو د سر او مال خونديتوب، د اسلامي حکومت پر وړاندې د راپورته شویو فتنو او خنډونو مخنيوی، له منکراتو د خلکو را ګرځول او په ځمکه کې د شرعي احکامو نفاذ وي.
انسان د شرعي قوانينو په نفاذ کې د الله تعالی خليفه دی او د شرعي قوانينو نفاذ هغه مهال ممکن دی، چې حکومت اسلامي وي، نو سرتیری که د حکومت په هره شعبه کې دنده ترسره کوي نیت یې باید د حکومت پرمختګ او هميشه پاتې والی وي.
رسول الله ﷺ چې له دنيا نه رحلت وکړ، جسد مبارک يې لا نه و دفن شوی چې صحابه کرامو د امیر د ټاکنې او د يو نظام د جوړښت چارې پیل کړې. دا په دې معنا چې حکومت یوه مقدسه دنده ده نو سر تېری بايد دا دنده د شخصي ګټو لپاره قرباني نه کړي.
د شريعت اتباع
زړه ته را تېره سرتېريه! ته بايد تر بل هرچا د رب تعالی احکامو ته په پوره توګه پابنده اوسې!
اللهﷻ فرمايي: ژباړه: هغه کسان چې موږ په ځمکه کې واک ور په برخه کړو؛ نو دوى لمونځونه ادا کوي، زکاتونه ورکوي، په نيکي سره امر کوي او له بدو کړنو خلک راګرځوي.
له پورتني آيت څخه څرګنده شوه چې حکومت او سیاست په خپل ذات کې نه دي مهم، بلکې دا دواړه د ديندارۍ اسباب دي. داسې به نه وي چې دحکومت او سیاست لپاره په دیني احکامو کې نيمګړتيا رامنځته شي، د مثال په توګه، يو سرتېری لمونځ له دې امله وځنډوي چې په پيره، نظم او يا بله کومه دنده مصروف وي. اوس چې اللهﷻ سرتيرو ته واک ورکړ؛ نو دوى بايد د ټولو شرعي احکامو پابند وي، فرايض څه چې د نفلي عباداتو هم باید پوره اهتمام وکړي، لکه پنځه وخته په جماعت لمونځ، د قرآن کريم تلاوت، د سهار او ماښام مسنون اذکار او د شپې لخوا تهجد کول. د صلاح الدين ايوبي رح پوځ به د شپې لخوا تهجد کاوه او د ورځې جهاد، يوازې دوه پوځيان يې له لښکره ځکه وايستل شول؛ چې د شپې تهجد يې نه کاوه، په دې خاطر چې ممکن د دوی له امله اللهﷻ پر موږ خپل رحمت بند کړي.

لومړۍ برخه-حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *