
سره یو شئ مؤمنانو د حرم څوکیداري ته !
دا چې د اسلام دسپېڅلو لارښوونو پر اساس ټول مسلمانان سره وروڼه او ددې ورورګلوۍ پالنه پرهرمؤمن لازمه ده، ښکاره ده چې بریا، سرلوړي اوسوکالي يې هم خپل منځي پیوستون، وحدت اوخواخوږي کې ده. خوبرعکس بیا د همدې سرلوړي امت کمزوري اوذلت هم په اختلاف او ځان ځاني کې حتمي دی – له بده مرغه اوس دادی د سرپه سترګووینو چې دهمدې اختلاف اوبېلتون له امله دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان له څومره ذلت اوسپکاوي سره مخ او داغیارو په مریتوب اړوېستل شوي دي- مثلاً داوخت چې دنړۍ پرمخ دمسلمانانو شمېر نږدې دوه میلیارده اټکل کېږي اوله لکونو عسکرو ،نظامي وسلو اووسایلو رانیولې ترپرېمانه مالي امکاناتو هرڅه په لاس لري خو بیا هم داسلامي نړۍ په زړه کې د یوموټي یهودو له خوا د اقصی په مبارکه سیمه کې شپه ورځ دمسلمانانو قتل عام اوان په جوماتوکې دعبادت کوونکو وهل، رټل اوبې پتي روانه ده ، تاسې وګورئ اوس له فلسطین سره جوختو پیاوړواسلامي هېوادوترسترګو لاندې هلته دمسلمانانو څه حال دی؟ آیا د اردن ، مصر، سعودي اوترکیې واکمن امیران اوبیاورهاخوا دنورې اسلامي نړۍ حکومتونه دفلسطین دمظلومو ماشومانو، تورسرو، ناروغانواوټولو محاصره شویو خلکو چیغې اوزګیروي نه اوري؟ آیا دوی نه پوهيږي چې که دحماس یوکنډک مجاهدین کولای شي دګردې کفري نړۍ په مرستو سنبال یهودي لښکرې وارخطااوسربداله کړي،نود دوی په لکونو وسله وال پوځونه هېڅ نه شه کولای؟ که نه ، یاد پوځونه یوازې دخپلو بې ننګه اجیرو حاکمانو په ساتنه ګمارل شوي؟ خو حقیقت دادی چې په دې صورت کې دداسې خلکو داسلام دعوا هم سراسرغلطه او زیاتره حاکمان یې هم ترانتهایي بریده بې غیرته اود پرنګي په لومو کلک تړل شوي غلامان دي، دازښته دافسوس خبره ده چې دعثماني خلافت له سقوطه را په دې خوا تقریباً له سلو کلوراهیسې دمسلمانانو ړومبۍ قبله د یوموټی ذلیلو یهودانوبدماشي ته ورپاتې اویاده موده کې هېڅ داسې کوم نر راپیدانه شوچې دوی ته څه عبرتناک درس ورکړي ،همدا وجه ده چې اوس یې له ټول فلسطینه دعربو مسلمانانو بشپړې خاتمې اوټول وژنې ته ملاتړلې ده. بناًء ښکارده چې که داسلامي امت داحال او همداځان ځاني، اختلاف اوافتراق وي، لیرې نه ده چې یهود او صلیبیان به خپلې پراختیا غوښتنې ته دوام ورکوي اوخدای دې نه کړي دمکې اومدینې حرمین به دصهونیستانو((له نیل ترفراته یهودي وطن ))کې شاملېږي اوبې ننګه واکمنان به هماغسې په غندنوکې لګیاوي. لنډه دا چې دامت دبدبختۍ اوانحطاط یوازنی لامل همدغه اختلاف، بېلتون او داسلامي اخوت احساس له منځه تلل دي، په دې اساس دامهال که هربا احساسه مؤمن خپل مکلفیت سرته رسول اوغاړه خلاصول غواړي نو په کارده چې دمسلمانانو ترمنځ دوحدت اوپیوستون لپاره کاروکړي اوخپل هرډول استعداد په همدې لاره کې مصرف کړي.
دامت دبیداري اواتحاد په هيله