افغانستان

سرپل‌مېشتو امنیتي سرتېري ستایلي

د سرپل یو شمېر اوسېدونکو د نېکمرغه لوی اختر په شپو او ورځو کې د بشپړ امنیت د ټینګښت په پار د یاد ولایت امنیتي سرتېرې د ګلانو ګډیو په ورکړې سره ستایلي. دغه اوسېدونکو ویلي؛ امنیتي ځواکونه د دې پرځاې، چې د اختر خوښۍ له خپلو کورنیو سره یوځای تېرې کړي، شپه او ورځ د هېوادوالو د امنیت ټینګښت او خوندیتوب په موخه هلې ځلې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اختر درې شپې ورځې په ټول هېواد کې پرته له کومې امنیتي پېښې پای ته ورسېدلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button