افغانستان

سرپل او بامیانو کې لوی جوماتونه جوړېږي

مسؤلین وايي، چې سرپل او بامیانو کې د دوو لویو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د بامیانو ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۷ میلیونو او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسؤلینو په وینا، چې دغه جومات په ۷۵۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۷ میلیونو او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې یې د دغه ولایت د والي مولوي عبدالله سرحدي، امنیې قومندان مولوي صدیق الله شاهین مسافر، د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سیف الرحمن محمدي، د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي شمس الله احمدي او نورو ګڼ شمېر مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
دغه جومات د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مالي لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یو بل خبر له مخی، د سرپل ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د خلکو په شخصي لګښت د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
د مسؤلینو په خبره، چې دغه جومات د مرکز اړوند په بیش باغ سیمه کې په ۲۲۵ متر مربع ځمکه کې جوړېږي، چې پرې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
دغه جومات په یوه وخت کې د ۵۰۰ کسانو د ځایولو وړتیا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *