
افغانستان
سرپل کې د ښوونکو لپاره ښارګوټی جوړېږي
د کور او ښار جوړولو وزارت په سرپل ولایت کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو د عملي چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ښارګوټي عملي چارې د سرپل ولایت د سیمه ییزو چارواکو له لوري وړمه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ یاد ښارګوټی د سرپل ولایت په مرکز کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې ۳۰۱هستوګنیز کورونه، معیاري سړکونه، روغتیايي کلینیک، ښوونځي، جوماتونه د لوبو پارکونه او نور ټول امکانات په پام کې نیول شوي دي.په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د یاد ښارګوټي نمرې او نورې چارې د پلان او نقشې مطابق په نښه شوې او د یاد ولایت د پوهنې ریاست ته وسپارل شو.