افغانستان

سرپل کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شریعت: د سرپل ولایت په مرکز د ۸ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر یوه سړک د کانګرېټ اچولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د سرپل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې دغه سړک د ۵۰۰ مترو په اوږدالي جوړ شوی، چې پرمټ یې د تګ راتګ پر وړاندې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.ورته مهال د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکي او دوکاندارانو د یادې ښاروالۍ کارونه ستايي او دې ته د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي. د مسوولینو په وینا، دغه سړک د ښاروالۍ له بودجې څخه رغول شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *