نړۍ

سعودي عربستان د عمرې نوې اسانتیاوې رامنځته کړې

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې د عمرې زیارت د ترسره کولو په برخه کې یې له سعودي بهر د نړۍ مسلمانانو لپاره نوې آسانتیاوې رامنځته کړي چې له مخې یې یو سعودي وګړی کولی شي بهرني اتباع د (شخصي لیدنې ویزې) له لارې د عمرې زیارت ترسره کولو لپاره راوبولي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې بهرني وګړي کولای شي د دغې ویزې د لرلو په صورت کې د کعبې شریفې د زیارت کولو ترڅنګ له مدینې منورې او د تفریح لپاره د سعودي عربستان له نورو سیمو څخه لیدنه وکړي.
دغه ویزې چې په انلاین ډول ترلاسه کېدای شي، لرونکی یې کولی شي یو یا څو ځلي سعودي عربستان ته پرې سفر وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *