
نړۍ
سعودي عربستان کې د هرو ۱۰ دقیقو دننه یو طلاق پېښيږي
د سعودي عربستان (عکاظ) ورځپاڼې په یو ځانګړي راپور کې ویلي چې یاد هېواد کې هره ورځ ۱۶۸ طلاقونه پېښیږي.
راپور زیاته کړې چې د تېر کال په وروستیو څو میاشتو کې د سعودي عربستان ۵۷ زرو مېرمنو ته طلاق ورکړل شوی دی.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې تېرو دریو کلونو کې د طلاقونو په شمېر کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی او اوس هرو ۱۰ دقیقو کې یو طلاق ترسره کیږي.ټولنپوهانو له عکاظ سره په مرکو کې ویلي چې سعودي عربستان کې د طلاقونو د زیاتوالي ستر لامل کورنۍ شخړې، د ښځې او خاوند پر یو بل شک او د فرمایشونو نه پوره کېدل دي.ورځپاڼې همداراز لیکلي چې که په لنډ وخت کې د حکومت له لوري د طلاق زیاتېدونکو شمېرو ته پام ونشي، د سعودي عربستان ټولنه به په یو ستر ټولنیز ناورین واوړي.