نړۍ

سعودي پولیسو سلګونه زره ناقانونه زایرین نیولي

د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو د حج مراسمو په درشل کې له مکې مکرمې د حج په سلګونو زره ناقانونه زایرین نیولي دي.

ټاکل شوې د حج اصلي مراسم راروانه جمعه پیل شي.

سعودي عربستان ته هرکال د حج فریضې د اداینې د په موخه سلګونه زره کسان ورځي چې د یاد هېواد پولیسو ته یې مهار سخت وي.

د سعودي عربستان دولتي اژانس سعودي پریس خبر ورکړی چې د سعودي چارواکو یولک ۷۱زره ۵۸۷ نور ځايي کسان هم راټول کړي چې د مکې مکرمې اوسېدونکي نه وو او د حج اسناد یې نه درلودل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button