اقتصاد او رغونه

سمنګانو کې د ۴۴ میلیونو افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ شو

د سمنګانو په مرکز ایبکو ښار کې د ۴۴ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د بخارا په نوم یو سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه مارکېټ څښتن انجنیر محمد صادق فطرت باختر آژانس ته وویل، چې په دغه مارکېټ یې په دوو پوړونو کې جوړ کړی، چې ۴۴ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
ورته مهال د ایبکو ښاروال مولوي فیض محمد ریحان د دغه مارکېټ جوړول په اقتصادي وده او د کار زمینې په برابرولو کې مهم ګام وباله.
په همدې حال کې د یاد ولایت یو شمېر ځوانانو له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل، چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي، ترڅو ځوانانو ته د کار زمینه برابره او بهرنیو هېوادونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ شوی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *