افغانستان

سمنګانو کې ۲۷۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په سمنګانو کې په تېر یوه کال کې شاخوا درې سوه لویې، متوسطې او وړې پراختیایي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې د ۴۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۷۴ پروژې پیل کړې چې ډېری یې بشپړي شوې او د پاتې نورو رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري. د سمنګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح وایي، په دغو پراختیایي پروژو کې د لویو لارو رغول همداراز د پلچکونو، کانالونو، چکډېمونو، استنادي دېوالونو او د اوبو شبکو جوړول هغه پروژې دي چې ډېری پلي شوي دي. د مصباح په خبره، د بشپړو شویو پروژو څخه تر دې مهاله پورې ۵۰ زره کورنۍ ګټه اخلي او له اسانتیاوو برخمنې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *