
افغانستان
سمنګانو کې ۳۲۰۰ د اوبو فلټرونه ووېشل شول
سمنګانو کې د افغان اېد موسسې له لوري ۳۲۰۰ د څښاک اوبو فلټرونه ووېشل شو.
د سمنګانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز (ایبکو) په ګډون حضرت سلطان او فېروزنخچير ولسوالیو کې د اوچا ادارې په مالي ملاتړ او د افغان اېد موسسې له لوري پر ۳۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو فلترونه وېشل شوي دي.د مسوولینو په وینا، د دغو فلټرونو ټول لګښت څه باندې ۲۵۶ زره امریکايي ډالر دي چې د هر فلټر بیه شاوخوا ۸۰ ډالرو ته رسېږي او کولای شي په ۲۴ ساعتو کې ۲۰ لیتره اوبه تصفیه کړي.