لیکنېمقالی اوتبصرې

سوريه کې سپين خولې ډله د کومو موخو لپاره رامنځ ته شوې؟

سوريه؛ هغه پرمختللی هېواد؛ چې سلګونه زره ماشومان، ښځې، ولسي وګړي، اسلامپال مبارزين، جګړه مار او حکومتي پوځيان په کې په تېره نېږدې يوه نيمه لسيزه کې په وينو کې ولمبېدل. دې هېواد کې لا هم د وينو، غربت، بې کورۍ او بېوزلۍ له امله لسګونه زره کورنۍ د خپلو ارمانونو په هديرو کې اوسي.
سوريه کې د جګړو له پيل سره غبرګ د ولسي وګړو د ژوند د ساتنې او خونديتوب لپاره نړيوالو د خپلو سياسي تګلارو له مخې غږ او شور پيل کړ، خو اغېزمن رول هلته داسې يوې نادولتي او غير سياسي ډلې ترسره کړ، چې په نړۍ کې يې محبوبيت وموند.
سپين خولي يا ولسي ساتونکي:
دا ((د يو انسان ژوند ژغورل لکه د ټول انسانيت ژغورنه)) تر شعار لاندې د سپينو خوليو په سر کوونکو هغې مجهزې رضاکاره ډلې نوم دی، چې په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې په سوريه کې د ولسي وګړو د ژوند ژغورنې او ساتنې په موخه را منځ ته شوه او په ۲۰۱۳ کال کې مطرح ډله ثابته شوه. دا ډله ځان ته د ((ولسي ساتونکو)) نوم اخلي. دې ډلې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۲۴۵۰۰ ډېر ولسي وګړي د روسيې او سوريې د چورلکو له بمباريو وروسته له خاورو رايستلي او ژغورلي دي.
دا ډله چې مشر يې رائد الصالح دی؛ د سوريې په ۸ ولايتونو کې شاوخوا ۱۰۰ مرکزونه لري. تر اوسه د دې ډلې د رضاکارانو شمېر شاوخوا ۳۹۰۰ ښودل کېږي، چې د هر کسب وګړي په کې شتون لري او د ښځو شمېر په کې کم نه دی.
پوښتنه داده، چې دا ډله چا او ولې رامنځ ته کړه؟
د دې پوښتنې ځواب لا تر اوسه ګڼې ملاحظې لري او نه شي ويل کېدای، چې دا ډله لکه د دوی له خپلې ادعا سره سم يوازې د خواخوږو وګړو له لوري منسجمه شوې او که تر شا يې د کوم هېواد پټ لاس دی؟.
کله چې موږ د دې ډلې ارزونه کوو، نو لا يې په اړه له ګڼو پوښتنو سره مخ کېږو، ځکه د دې ډلې ملاتړ او مرسته تر ډېره په لوېديځه نړۍ کې د امريکا، برېتانيا، جرمني، فرانسې او کاناډا په مشرۍ يو شمېر لوېديځ هېوادونه کوي او د ننه په ترکيه کې د ترکيې تر څنګ لوېديځ روزونکي هم دوی ته په بيړنيو حالاتوکې د ژغورنې د عملياتو روزنه او زده کړه ورکوي، ځينو لوېديځو هېوادونو د دوی هغو کورنيو ته چې ژوند يې له ګواښ سره مخ شوی؛ پناه ورکړې. لوېديځ هېوادونه يې د يوې ايډيالې ډلې په توګه تبليغ کوي او د دوی د هر اړخيز ملاتړ غږ لوړ ساتي، خو د سوريې حکومت او روسيه يې په اړه وايي، چې دا ډله په سوريه کې په جبهة النصره يا د شام د ازادۍ اسلامپالې ډلې پورې تړاو لري او د دې ډلې جنګيالي په کې په يو بل رنګ منسجم شوي؛ کله بيا دا ډله د لوېديځو هېوادونو د څارګرو ادارو له لوري جوړه شوې ډله بولي. د سوريې حکومت د خپلې ادعا د ثبوت لپاره ځينې ويډيويي فلمونه هم خپاره کړي، خو د سپين خولو يا الخوذ البيضاء ډله دا تور ردوي او وايي، چې دوی بشپړ خپلواک دي او په هېڅ سياسي ډله پورې نه دي تړلي. د دوی په وينا دوی يوازې بشري خدمات ترسره کوي او د جګړې په سيمو کې د چورلکو د بمباريو له امله له راپرېوتو ودانيو ټپيان او مړي راوباسي.
ممکن د سوريې د حکومت او روسيې له لوري دغه ډله ځکه اسلامپالو ته منسوبېږي، چې د دوی په خوليو کې نصب شويو ويډيو کمرو په خپلو مستنداتو کې نړۍ ته په ثبوت ورسوله، چې د سوريې د حکومت او روسي ځواکونو په بمباريو کې کيمياوي وسلې کارېږي او جنګي جنايت تثبيتوي.
خو دا ډله رښتيا هم ناپېيلې ده؟
تر ډېره دا ډله ناپېيلې برېښي، خو د لوېديځ ملاتړ او د اسلامپالو په سيمو کې له کوم مزاحمت پرته د دوی فعاليت د دوی پر بڼه د شک متضاد داغونه ږدي. د دوی د مشرانو څرګندونې داسې دي، چې د سوريې حکومت او روسي ځواکونه د ولسي وګړو پر پراخه وژنه تورنوي او ادعا کوي، چې د سوريې حکومت کيمياوي وسلې او بمونه کاروي، چې دغه څرګندونې يې د لوېديځ او اسلامپالو مبارزينو د خوښې خبرې دي، خو حکومت د همدې څرګندونو له امله پرې په خپل واک لاندې سيمو کې بنديز لګولی او ډېر کله يې وژلي هم دي. د دوی په اړه د اسلامپالو دريځ منفي نه برېښي او يا خو يې له خپلې مجبورۍ په خپل واک لاندې سيمو کې د فعاليت اجازه ورکړې. ويل کېږي دې ډلې له بمباريو وروسته د ژغورنې پر مهال ۲۹۴ غړي له لاسه ورکړي او له ۵۰۰ ډېر يې ټپيان شوي.
دوی له بمباريو وروسته د انسانانو د ژغورنې، اور وژنې، برېښنا ساتنې او روغتيا ساتنې په برخو کې سمدستي لاس په کار کېږي. همدا لامل دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې جرمني او فرانسې دې ډلې ته د بشري حقونو جايزه ورکړه، چې مشر يې رائد الصالح دغه جايزه هغه مهال د جرمني د بهرنيو چارو له وزير فرانک والتر او د هغه فرانسوي سيال ژان مارک څخه ترلاسه کړه. په همدې کال يو سويډني بنسټ هم د نوبل بديله جايزه ورکړه. ياده ډله د سوريې د حکومت له واک وتلې سيمې د ازادو شويو سيمو په توګه پېژني. دې ډلې په سيمه او نړۍ کې محبوبيت او شهرت ترلاسه کړی.
زما په باور لږه موده وروسته ممکن د سپين خوليو ډله يوازې يوه ژوند ژغورونکې ډله پاتې نه شي؛ بلکې کېدای شي د سوريې د اوسني حکومت په مخالفت کې د لوېديځ په ملاتړ ديموکراسي پلوی خوځښت شي او سياسي ډله وګرځي. د دې اندېښنې څرک له اوسه د سپين خوليو د سر د سړيو په څرګندونو کې محسوسېږي. زموږ انګېرنه هم داده، چې دا ډله د سوريې په اسلامپالو پورې نه ده تړلې؛ بلکې اسلامپالو له خپلو مجبوريتونو او د امکاناتو د کمښت له امله دوی ته د دوی په سيمو کې د فعاليت اجازه ورکړې.
دا ډله له لوېديځې نړۍ حمايه کېدونکې ډله ده، چې د خپلو اهدافو لپاره يې حمايت کوي او څه وخت وروسته به د لوېديځ له فکر او غوښتنو سره سم پر يو سياسي خوځښت واوړي او يا به کم تر کمه په خپل همدې رنګ کې د لوېديځ د اهدافو پلي کېدو ته لاره هواره کړي.

عرفان الله شرفزوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *