مقالی اوتبصرې

سياسي احزابو ته حکومت کې ونډه ورکول له افغانانو سره ستره جفا ده !

د نړۍ زبرځواک هېوادونه،چې په افغانستان کې له تاريخي ماتې سره مخ شول او په شل کلن اشغال کې يې ترېليونونه ډالر له منځه لاړل، اوس په دې لټه کې دي،چې د يوه جامع حکومت د جوړولو په پلمه خپل تاوانونه بېرته جبران کړي او د داسې حکومت په جوړولو ټينګار کوي،چې د دوی ګټې په کې خوندي ساتل شوې وي او د اړتيا په صورت کې دوی له هغو اجيرانو او کرايه شويو ګوندونو ګټه پورته کړي، چې د تېرې ادارې په اډانه کې يې د ظلم، ستم، چور، غلاوو او قتلونو کې ساری نه درلود او په تېرو شلو کلونو کې يې همدغه د مادي ګټو لېونيان د تخت د ګدۍ په ګډون ټولو وزارتونو کې پر دندو ګمارلي وو او ټول وزارتونه يې پرې ولوټل او د تېښتې پر مهال يې بهرنيو هېوادونو ته ميليونونه ډالر له ځان سره يووړل!
اوس بيا د نړۍ ډېری هېوادونه د امريکا په مشرۍ د تښتېدلو سياسي ډلو او احزابو له لوري د سرپرست حکومت خلاف د پاڅون په تمه دي او يو ځل بيا غواړي، همدغو ډلو ټپلو ته افغانستان کې د دې زمينه برابره کړي، چې تېر تاوانونه جبران او اوسنی ډاډمن امنيت د ملېشه يانو په لاس له منځه يوسي او کورنيو جګړو، کرکو، نفرتونو ته لارهواره شي، هغه داسې چې تازه د مقاومت جبهې نومې ډلې مشر احمد مسعود په يوه انلاين غونډه کې ويلي، چې له هېواده وتلي احزاب د اسلامي امارت خلاف د پاڅون په تمه دي.خو د بهر ميشتو ډلو له لوري افغانستان کې بې ثباتۍ او د بلې جګړې پيلولو ته لابيګري او کمپاين د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او مېرمنو په حق کې ستره جفا ده، ځکه افغان ولس د تېرو څه باندې څلورو لسيزو په موده کې درانه مالي او ځاني زيانونه ليدلي، د همدغې دوامدارې جګړې له امله مو ډېرې مېرمنې کونډې، بورې او ډېری ماشومان د پلار او مور له خوږې مينې بې برخې او د وطن هره برخه مو د شهيدانو په سپېځليو وينو رنګ شوه. نو له همدې امله هېڅ يو افغان د بلې کورنۍ جګړې غوښتونکی نه دی او نور نه غواړي، چې د پرديو ملکونو د ګټو خونديتابه لپاره يو ځل بيا د قدرت په ګدۍ هغه منحوسې څېرې وګوري، چې تر پرونه يې د خوارو افغانانو په سر لوبې کولې!
پخواني چارواکي او سياسيون په داسې حال کې د اوسني حاکم نظام پر ضد د پاڅون خوبونه ويني،چې بهرنيو هېوادو کې يې خپلو اولادونو او کورنيو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړې، ګېډې يې غربي نړۍ ورډکوي او اولادونه يې په بېغمه زړه ښوونځي او پوهنتون ته روان وي، خو بيا هم د پرديو ګټو لپاره د هغو يتيمانو، کونډو، رنډو او بورو په حال هېڅ زړه نه سوځوي او د سياسي موخو ترلاسه کولو لپاره يو ځل بيا غواړي افغانان بلې جګړې ته ورټېل وهي او خدای مکړه يو ځل بيا لاسته راغلی امنيت او هوساينه وګواښي، په داسې وضعيت کې افغان ولس ته هېڅکله د منلو نه ده او نه غواړي،چې د افغانستان په راتلونکې کې هغه افغان سياستوال سياسي رول ولوبوي،چې لا هم د هېواد مالي ګټې تر معنوي ګټو مهمې بولي او په جګړو او وينو توئيدو کې خپلې ګټې لټوي!
دا په داسې حال کې ده، چې تښتېدلي احزاب او سياسيون هرې خواته منډې ترړې وهي،ويانا، مسکو، او تاجيکستان کې د اوسني نظام پر خلاف غونډې ترسره کوي.څه موده وړاندې احمد مسعود د ويانا غونډې ته ويلي ول، چې د افغانستان د ستونزې حل او راتلونکې لپاره بايد يوه ګډه لار نقشه جوړه شي،چې په کور د ننه او بهر يې پراخ غبرګونونه راوپارول.په هر حال سياسي احزاب او ډلې دې ښه په غور واوري، چې دوی به په داسې خوځښتونو هېڅ لاسته راوړنه ونه لري، ځکه د دوی او ملت تر منځ په تېرو شلو کلونوکې اوږد واټن شتون درلود او هېڅکله به افغان ولس داسې خوځښتونه تائيد نه کړي.له دغو گوندونو او ټلوالو څخه پوښتنه دا کېږي، چې په تېرو شلو کلونو کې تر کومه ځايه پر ولسي ارزښتونو او بنسټونو ولاړ وئ، د افغان ولس مو کوم درد دوا کړی، د افغانستان د راتلونکې لپاره مو کوم مهم او بنسټيز کار ترسره کړی، چې افغانانو ته د منلو وړ وي؟؟؟تېرو ترخو تجربو ته په کتو به د ملت پر وړاندې د دوی ځواب سرټيټی وی، ځکه دوی په تېر نظام کې داسې ګلان وکرل، چې هېڅ افغان ته به قناعت ور نه کړای شي، افغانان هغه پخواني نه دي، د ملت او حکومت تر منځ واټن ختم شوی او په ډېر ټينګ عزم د حاکم نظام ننګه او ملاتړ له ځانه سره لري او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، که هغه پردی او يا د پرديو ګوډاګی، چې د دوی په بې شمېرو قربانيو او سرښندنو د لاسته راغلي اسلامي نظام خلاف حرکت وکړي، ځکه دا نظام له ټولو قومونو جوړ او ګډ مشترکات لري، له همدې امله د ټول افغان ولس ايماني او وجداني دنده ده، چې له خپل نظام څخه د سر په بيه ساتنه وکړي او د لا ټينګښت لپاره یې کوټلي ګامونه
پورته کړي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *