اقتصاد او رغونه

سيریک: له افغانستان سره به مو سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او صنعت وزیر سیریک ژومنګارتین ویلي چې د کابل او استانې تر منځ به سوداګري درې ملیارده ډالرو ته لوړه شي.ښاغلی سیریک دا خبره په داسې وخت کې کوي چې درې ورځې وړاندې افغانستان د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د افغاني توکو یو لوی نندارتون پرانیست چې پکې د افغانستان بېلابېل خوراکي او ناخوراکي توکي نندارې ته وړاندې شول.ویل کیږي چې په دې نندارتون کې چې په اویا غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی، وچې او تازه میوې، زعفران، ګرانبیه کاڼي، غالۍ، لاسي صنایع، جوس او د سبزیجاتو بېلابېل ډولونه وو.په یاد نندارتون کې ۳۰۰ تنو افغان او قزاق سوداګرو برخه اخیستې وه چې نن یې وروستۍ ورځ ده. یاده دې شي چې د نندارتون په ترڅ کې افغان او قزاق د خصوصي سکټور مسؤلنیو تر ۱۹۰ میلیونو د ډېرو ډالرو تړونونه هم لاسلیک کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *