نړۍ

سټولټنبرګ: اوکراین جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې روانه جګړه به ژر پای ته ونه رسیږي. سټولټنبرګ د آلمان یوې مطبوعاتي شبکې سره په دې مرکه کې ویلي چې په اوکراین کې اوږدې جګړې لپاره باید چمتوالی ونیول شي. روسیې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین برید وکړ او د څو لسیزو وروسته یو ځل بیا په اروپا کې جګړه پیل شوه. سټولټنبرګ یوه اونۍ وړاندې ویلي و چې اوکرایني ځواکونه په دې بریالي شوي چې د روسیې دفاعي لیکې ماتې کړي او د مسکو د ځواکونو پر ضد د ځوابي عملیاتو په برخه کې پرمختګ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *