شعرونه

سپینې واورې!

راورېږه سپینه،سپینه
د پنبې په شان ببره،نازنینه
ته پیغام د آبادۍ، رحمت د خدای یې
په کرکیله د بزګر خوله کړه شیرینه
برکت مو په غلو،دانو کې زیات کړه
بیابه تاته را پیدا شي زړه کې مینه
ستا د مینې، مینوال به هوسېږي
بیا به شې په ټولو ښکلو کې حسینه
موږ ته سوله، آبادي درسره راوړه
افغانان کړه رابیدار د خوب سنګینه
د باروتو دود مو لرې د فضا کړه
موږه خلاص کړه د جنګونو د ناورینه
بیا « اسد « به دې په ښکلو شعرو ستایي
راکړه، ورکړه ستا پیرزو فضا واورینه

اسدالله اسد « حافظ »

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close