افغانستاناقتصاد او رغونه

سږ کال د پنبې حاصلات زیاتېږي

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د پنبې د تولیداتو له ډېرېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي په روان کال کې ورښتونه وو او له همدې امله د تېر کال په پرتله به سږ کال د پنبې په حاصلاتو کې ډېرښت راشي. د کرنې وزارت د ویاند په وینا د کوکنارو د کرکیلې د بدیل، د اورښتونو زیاتوالی او د روزنیزو پروګرامونو ترویج په روان لمریز کال کې د پنبې د تولید د زیاتېدو لامل ګڼل کېږي. بلخوا یو شمېر کروندګر وايي، چې د کوکنارو د کرکېلې نه یې د مالوچو کرلو ته مخه کړې ده. دغه کروندګر له حکومت څخه غواړي چې د کرنې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد له ځمکو نه ۷۲ زره ټنه پنبه ترلاسه شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *