ټولنه اوکلتور

سیرت او زموږ ژوند!

تمیم تکل
تجربې ښيي چې د «ډېرو» جسمي او رواني ناروغیو علاج د «سیرت» په کتابونو کې دی.
یوازې همدومره کافي ده چې د سیرت کتابونه ولټول شي؛ مطالعه شي او بیا عمل پرې وشي.
په جاپان، جرمني، کاناډا، هالنډ، امریکا، آسترالیا او انگلستان کې چې کومې څېړنې د انسان د «اناتومۍ» په اړه کېږي؛ یوه به داسې په کې پیدا نه کړو چې زموږ د رسول علیه السلام د سیرت مخالف څه په کې راغلي وي؛ لکه:
انسان باید څومره ډوډۍ وخوري؟
انسان باید څه وخت ډوډۍ وخوري؟
انسان باید څه وخت د ډوډۍ خوراک بس کړي؟
انسان باید په څه ډول اوبه وڅښي؟
انسان باید څومره او څه وخت ویده شي؟
انسان باید څومره او څه وخت له خوراک او څښاک نه ځان وساتي[یعنې روژه ونیسي.]؟
انسان د الکترومقناطیسي څپو د تخلیې او تصفيې له پاره ولې سجدې ته اړتیا لري؟
ولې د انسان له بدن نه؛ زهري او سمي مواد د اوښکو په شکل، د ژړا پر مهال خارخېږي او ولې له ژړا سره زړه سپک شي؟
که یو انسان غوسه شو؛ ولې په اوبو باندې د لاس او پښو مینځل د هغه غوسه آراموي؟
که یو انسان غوسه شو؛ خپله غوسه یې ارامه کړه او عملي بڼه یې ور نه کړه؛ دا چاره ولې د یاد شوي کس پر عصبي سیستم مثبت اثر ښندي؟
د نورو په اړه بد فکر، منفي فکر، حسد، بغض او کینه ولې په خپله انسان ته تاوان کوي؟
په یوه وخت کې څو خوراکونه ( وچه ډوډۍ، ورېجې او کچالو) ولې د معدې پر میکانیزم منفي اغېز کوي؟
یو انسان چې د شکر او قناعت مادې ولري؛ دی ولې په ژور خپگان نه اخته کېږي؟
ذکر، فکر، تصور، تجسم او تخیل ولې د روان د ځواکمنېدو اسباب دي؟
دعا ولې د انسان په روان باندې اغېز کوي؟
په یوه اوونۍ کې ۲ ورځې روژه نیول ولې د انسان د بدن د وازگې او قند د کمېدو او بیا د ډنگرېدو لامل گرځي؟
په مسواک باندې مداومت یا هم د غاښونو ساتنه به د ټول بدن له پاره څومره گټه وکړي؟
عسل ولې شفا ده؟
په حجامت کې ولې برکت دی؟
له سترگو سره احتیاط ولې د ټول مغز د سالم پاتې کېدو لامل گرځي؟
د زنا له لارې ولې انسان ته بېلابېل امراض پيدا کېږي؟
رواني امنیت څه دی او مسلمان په دې برخه کې څه مسوولیت لري؟
داسې چې ټول ذکر شي؛ امکان نه لري؛ خو په هر صورت. موږ که غواړو چې روغتیا ولرو او سالم بدن ولرو؛ یوازې همدومره هم کافي ده چې بدن پورې اړوند ټول موارد، یو ځل د سیرت په آیینه کې وگورو چې دا کار په سیرت کې څنگه دی او څنگه شوی دی؟
له هغې وروسته یې په هماغه شکل ترسره کړو
ان شاء الله چې وړیا گټه به مو کړې وي؛ نه ترکیې، نه اسلام آباد، نه دهلي او نه هم برلین ته اړتیا
شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *