لیکنېمقالی اوتبصرې

سیمه کې کړکېچ نوې استخباراتي لوبه ؟

په منځني ختیځ کې د نوي اور بلول، په سیمه کې کړکېچ د ستري استخباراتي لوبي ښکاروندويي ده، لوبه بل لوري ته تلونکې ده، د غزې له جنایتونو سره د نړيوالو فشار په نړيواله محکمه کې پرله پسې د ډېرېدو په حال کې دی.
د امریکا په سیاست کې مهم رول د اسرائیلو دی، د نړۍ د سیاست تګلاره د اسرائیلو په لاس کې ده، د نړۍ بانکي زېرمي، لویي اقتصادي پروژې که څه هم په ښکاره ډول د امریکا په ګټه دي، خو ټول باج یې د اسرائیلو دی.
د اسرائیلو په وړاندې د ولسونو نفرت مخ پر زیاتېدو دی، بل لور ته ایران چې په ښکاره د اسرائیلو د مخالفت ډغرې وهي، په یو وخت په څو هېوادونو کې د برید توان لري، خو په اسرائیلو یې تر اوسه برید نه دی کړی.
چې دا ډېر جدي سوالونه را پیدا کوي.
او لا هم خپلې لوبې ته دوام ورکوي، ایران د حماس جهادي غورځنګ مرستیال چې د اسرائیلو ستر هدف و، چې د پیدا کېدو توان یې نه درلود، د ایران د لوړپوړي چارواکي سره د هغه په کور کې له لیدو سره سم په نښه او شهید شو، دا هغه سوالونه دي چې د دوی پر استخباراتي لوبې دلالت کوي.
راځو اصلي مقصد ته، اسرائیل د خپل کړو جنایتونو له امله په نړۍ کې منفور شوي دي، په تسلسل یې ګټې له لاسه وځي، حماس یې په مقابل کې ستر خنډ دی، نور یې د مقاومت توان له لاسه ورکړی،د حماس منهج مخ پر بریا روان دی، اسرائیل د ناکامۍ په لور روان دي.
نو یې خپلې لوبې ته نوې جامه ور واغوستله هلته یې په منځني ختیځ کې نوې لوبه دلته یې د پاکستان او ایران کشمکش، په ایران کې خونړی برید داسې یو توطیه جوړه کړه، چې د نړيوالو فکر له غزې څخه واړوي او غواړي د نړۍ ولسونه نور چېرته مصروف کړي او خپل جنایت او خپل ناکامي ته نوی مخ ورکړي او خپله ناکامي په بریا بدله کړي.
دا لوبه به لا هم ډېر تغيیر وخوري امریکا او اسرائیل خپل مستقیم او غیر مستقیم لوبغاړي دي، په ډېر چل، فریب او هوښیارۍ لوبوي.
لا به ګورو چې لوبه کوم مخ نيسي.؟

حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *