افغانستان

سینیرلي اوغلو: هېڅوک افغانستان کې جګړه نه غواړي

د کورنیوچارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
سینیرلي اوغلو په دغه کتنه کې وویل چې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره د لیدنو پر مهال دې پایلې ته رسیدلی، چې هېڅ هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی او ملاتړی نه دی.
نوموړي همدارنګه د شته ستونزو او خنډونو حل لاره د ښځینه زده کوونکو د زده کړو پر وړاندې د محدودیت له منځه وړل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښ نه رامنځته کېدل یاد کړل.
هغه په افغانستان کې د قانون تطبیق، ډاډ من امنیت د کرنیزو چارو د ودې او بیا رغونې په برخه کې د اسلامي امارت فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي همدارنګه وویل چې یوناما له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا، بیا رغونې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو او لېواله ده.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وویل چې د نړیوالې سولې تامین، د خبرو له لارې د مسایلو حل او بې پرېتوب د ملګرو ملتونو مسوولیت دی او له افغانانو سره هم باید دې برخه کې لازم ګامونه اوچت شي.
نوموړي افغانان د نړیوالې ټولنې د کورنۍ مسؤل غړي یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې له پامه غورځول یې نباید مطرح وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د یو منظم او متحد هېواد په توګه په هره ساحه کې د بیارغونې چارې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې خلیفه سراج الدین حقاني په دغه کتنه کې له سینیري اوغلو څخه له نشه يي توکو سره د مبارزې او د بدیل کښت په برخه کې له افغان لوري سره د مرستې غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *