لیکنېمقالی اوتبصرې

سیکولرېزم؛ ناکره دعوا

که د سیکولرېزم په تاریخي پس منظر او پېښلیک پسې سړی ولاړ شي، نو ریښه یې ښایي په ډېرو پخوانیو پېړیو او تمدنونو کې ومومي، خو په خپله د سیکولرېزم ویی او دا مفهوم په سیاسي ټرمینالوژۍ کې نوی ځای شوی دی.
موږ په دغه لیکنه کې سیکلولریسټي پدیدې ته هر اړخیزه کتنه کړې. لومړی د دغه ویي لغوي او اصطلاحي پېژندنې ته تم شوي وو او همداشان مو له هغو ورانپوهاویو پرده پورته کړې چې مسلمانو سیکولرو سکالرانو په ډېره چالاکۍ پرې غوړولې او دا ناولې پدیده یې د دین/ اسلام په زیان نه، بلکې په ګټه بللې ده.
سیکولرېزم انګرېزي کلمه ده، خو انګریزې ژبه ته هم دغه ویی له لاتیني ژبې رامنتقله شوې چې مانا یې بې دیني او لادینیت دی. د سیکولرېزم اصطلاحي مانا مطلقا د دین او سیاست پر بېلوالي راڅرخي. (لا وړاندې به مفصل بحث پرې ولرو. ) یوه سو‌‌ءتفاهم چې د دې کلمې په لغوي شننه کې شته، هغه د سیکلولرایټ کلمه له ساینس کلمې سره ګډول دې. سیکولرېزم ته په فرانسوي ژبه کې secularite وایي او دا کلمه هېڅکله د Science معادله او یا هم مشتقه نه ده. ځینې غولېدلي پر دې اند دې چې ګوندې سیکولرېزم همدا د ساینس یعنې پوهې او علم په مانا ده. د همدغې سیکولرېزم کلمې دقیقه مانا دنیوي چارو او بې دینۍ ته راجع کېږي. یو بل سوءتفاهم هم باید دلته حل شي او هغه دا چې که کله د سکولر کلمه/ دنیا یا مادې چارو په مانا وکارول شي نو ځینې فکر کوي دا کلمه د اخرت په بډ/ضد کې ده. د سکولرېزم مانا له دین څخه د دنیوي چارو او سیسټم شلونه ده او یا هم په دنیوي تعاملاتو کې د دین لاس لنډول دې.
د نړۍ نوموتی او موثق دايرة المعارف برېټانیکا یې په اړه لیکي: سیکولرېزم د مادې په مانا ده. هر هغه خوځښت چې وګړي له دیني چارو دنیوي هغو ته رابولي. وړاندې وایي چې دا کلمه په منځنیو پېړیو کې خوله په خوله شوه او هغه دا چې په دغه وخت کې د خلکو دیني چارو ته پاملرنه زیاته وه، خو د سکولریسيټي پدیدې په ودې یې خلک جوپې جوپې دنیا ته مایل کړل. دا کلمه هغه مهال د مسیحیت په ضد کارېده.
لا وړاندې یې همدا دایرة المعارف له الحاد سره په څنګ کې راوړي او بیا الحاد په دوو بڼو وېشي: عملي او تیوریک/نظري الحاد.
لومړی؛ سیکولرېزم له هغو کفري مذهبونو څخه دی چې هڅه یې د دین له اغېزې د دنیا خلاصول دې. سیکولرېزم داسې مذهب دی چې هڅه کوي له دین څخه د دنیا هر ډول معاملې: سیاست، اقتصاد، ټولنه، اخلاق او قانون جلا او د دین له امر او نهي یې لیرې کړي.
دویم؛ سیکولرېزم له علم سره اړیکه نه لري. د دې اپوټه دوی خلک غولوي چې ګوندې سیکولرېزم په تجربي علومو ولاړ دی.
لوبستر د دې کلمې وضاحت په دا شان کوي: سیکولرېزم دنیوي روح/ دنیا ته ماتېدل/ مایلېدل. دا هغه ټولنیز نظام دی چې هر ډول عبادتونه او عقیدوي انګېرنې(که په هره بڼه وي.) ردوي.
هغه نظریه چې وایي په حکومتي چارو کې د دین او هر هغه څه چې په دین پورې تړلي وي، بې ربطه او بې اغېز دې.
مانا د حکومتولۍ موډل او بڼه باید سل په سلو کې پر دنیوي آرونو او وضعي قانونو ولاړه وي. په سلګونو نږدې معاصرو کتابونو کې دغه کلمه د دین او دولت پر جلاوالي مانا شوې ده. یا که یې ښه ډانګ پیېلې ووایو، نو مانا په دین نه ولاړ ژوند او حکومتولي. دغه ډول نظامونه نان ریلېجس(non religious) نومېږي.
د اکسفورډ قاموس وایي:
• پر دې ویسا/باور چې دین په دنیوي او ټولنیزو چارو کې هېڅ نقش نه لري.
• سکولر یعنې دنیایي او مادې ژوند، له دین او ګروهي تش؛ لکه بې دینه دولت، یا د حکومتولۍ بې دینه موډل( دا مانا یې د کمونېزم زړو تعریفو ته ورګرځي. هغوی ته به هم ماده‌پال/ مټرلیسټان ویل کېدل. مټر په انګریزي کې مادې ته وایي.)
د سکولرېزم تاریخي سیر؛
د دین او سیاست د بېلوالي معاصره پدیده منځنیو پېړیو ته رسېږي. دا کلمه د پاپانو له خوا له دین څخه د ناسمې ګټې اخیستنې پر وړاندې رامنځته شوه. خلک د پاپانو له ناسمو کړنو په تنګ شول او بالاخره یې لادینیت ته یې مخه کړه. پاپانو به دین د خپلې ګټې په بنسټ تفسیراوه او هرڅنګه به یې چې خوښه وه، هغسې به یې پر نورو پلی کاوه. حتی تر دې چې پاپانو به په چالاکۍ نورو ته د جنت ته د تلو او له دوزخ څخه د خوندیتوب کارتونه هم وېشل/ پلورل. دا هغه خطونه و چې د ګناهونو څخه به د پاکۍ په پلمه نورو ته ورکول کېدل.
حتی د پاپانو بازار دومره تود شو چې مړو ته به ترې خلکو د ګناهونو د کفارې لیکونه اخیستل او د جنت ټکټونه به یې ورکول. هغوی چې بډایه وو، بیا به یې ترې د ټول عمر د کفارې لیکونه اخیستل او تر مرګه پورې به یې له هېڅ ګناه مخ نه اړاوه. دا کار دومره شرمندګۍ ته ورسېده چې په صلیبي جنګونو کې یوه پاپ اعلان وکړ چې که څوک په جګړو کې ونډه نه اخلي، نو د یوه تن خرڅ دې پاپ ته ورکړي او دی به د ګناه د بښنې لیک ورکړي. د پاپانو دغه بېخرته ناراوو نه یوازې په اروپا کې مجرمین زیات نه کړل، بلکې د پاپانو د عیش او عشرت پر اور یې لا تېل چپه کړل. د پاپانو دغه ځان غوښتنه تر دې کچې ورسېده چې ګڼ شیان به دوی ته حلال وو او رعیت ته به حرام او برعکس. پاپانو دغه مهال په دنیوي عیش او عشرت کې ډوب شول او په کلیساوو کې پر جنسي بداخلاقیو بوخت شول. دا هغه کسان وو چې خپلې اصلي وجیبې ته یې شاه کړه او له رهبانیت څخه یې مادیت ته مخه کړه. دغه وخت به چې پاپانو کومه فتو ا صادره کړه، نو د اسماني وحې حیثیت به یې درلود او داسې کوم زوی مور نه و راوړی چې مخالفت او یا ترې سرغړونه وکړي.
دا هغه پېر دی چې د دین او ساینس په نوم پکې سلګونه جګړې وشوې چې زرګونه کسان پکې له منځه لاړل. پاپانو به ساینس پوهان ګمراه او بې دینه بلل، دوی به یې یا ژوندې په اور سوځول او یا به یې هم په دار کول. یو اروپایي پوه لیکي چې په دغه اړدوړ کې یوازې ۳۲ زره تنه ژوندې په اور کې وسوځول شول او ۱۲ میلیونه نور د کاتولیکي عیسویانو له خوا ووژل شول. دا یوازې د دین او ساینس د مخالفت ارقام دې. دغه مهال ساینس په بشپړه توګه مردود او جرم وبلل شو، کنه دین هېڅکله د ساینس او د انساني پرمختګ پر ضد نه دی.
لوستونکي باید یو شی په یاد ولري چې دغه وخت له یوې خوا مسیحي دین منسوخ شوی و او له بلې خوا پاپانو انجیل تحریف کړی و چې له یوه انجیله یې څو نور جوړ کړي وو. همدغه وخت و چې په غرب/ لوېدیځ کې د مذهبي نابرابریو پر وړاندې ولس راپورته او د دین او حکومت د جلاوالي نظریه یې راوویسته.
باید یادونه وکړو چې د سیکولرېزم اوسنۍ بڼه له څو اوږدو او لانجمنو پړاوونو دغه پړاو ته رارسېدلې ده. د سیکولرېزم په لومړي پړاو کې یوازې د دین او سیاست پر بېلوالي توافق وشو. مانا دین به د انسانانو په سیاسي امور کې مداخله نه کوي. کله چې دا پدیده پرمختګ کوي نو حتی له خدای (ج) څخه په کې د انکار نعره پورته شوه. دوی په پوره سپین سترګي طبیعت او کاینات خپلسري وبلل او د دوی له ناظم او خالق یې مخ واړاوه.
سیکولرېزم چې لږ نور هم پخېده، نو دا ځل داسې مرحلې ته هم ورسېده چې له هر ډول دیني او معنوي انګېرنې په کې بیلتون اعلان شو او نړۍ ته یې حیوانیت ډالۍ کړ. همدغه سیکولرېزم و چې انسان یې د څاریو په څېر ازاد او لېبرل کړ. د سیکولرېزم اوسنۍ بڼه له هر ډول دیني او معنوي ایډاله عاري ده. ددغې پدیدې بیخې ماډرنه بڼه ډیموکراسي ده چې اوس کفري او اسلامي هیوادونو ځان ته سرمشق ګرځولې ده. د همدغې وروستۍ ډالې سره په نړۍ کې معنوي ارزښت، عاطفې، ترحم، کډه بار او ځای یې عیاشۍ، اخلاقي فساد، ناعدالتیو، فساد او ماټریلسټي کشمکشونو ونیو.
د دغه اوږد بحث د حسن اختتام په موخه بیا وایو چې د دین او سیاست/دولتدارۍ تلازم او تړون حتمي او فطري دی. دین اصلا د همدې لپاره راغلی چې پر ټولنه حکومت وکړي، انسان د انسان له اسارت خلاص کړي، له خاورینې کرې د ظلم او وحشت لمنه ټوله او پر ځای یې عدل او امن پلی کړي.

خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *