نړۍ

شاتو کې زهر؛ واشنګټن غزه کې خواړه ویشي او اسراییلو ته بمونه ورکوي

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي چې دوی د غزې اوسېدونکو ته تر ۴۰ زرو زیاتې د خوراکي توکو کڅوړې استولي دي. بل پلو، نړیوالو رسنیو د امریکا او اسراییلو هغه تړون ښکاره کړی چې په ترڅ کې یې واشنګټن تل ابیب ته د میلیاردونو ډالرو وسلې، بمونه او جنګي الوتکې ورکړي دي.
د راپور له مخې، په دغو نویو وسلو کې یو زر او اته سوه تر دوه زرو پونډو درانه ام کې-۸۴ بمونه او ام کې-۸۲ پینځه سوه پونډه بمونه شامل دي.
ورته مهال رویټرز ټینګار کړی چې سپینې ماڼۍ او په واشنګټن کې د اسرائیلو سفارت د دې موافقې په اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې او دغه تړون له نورو پټوي. داسې ویل کیږي چې واشنګټن، تل ابیب ته دا نوې وسلې او بمونه امریکا ته د اسراییلو د دفاع وزیر یواف ګیلانت تر سفر وروسته ورکړي دي.
واشنګټن، تل ابیب ته نوې وسلې داسې مهال ورکړي چې همدغه هیواد څو ورځې وړاندې له اسراییلو په کلکه وغوښتل چې پر غزې او رفح ښارګوټي بریدونه ودروي. د امریکا د اوسمهالي ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هارېس الجزیرې سره په مرکه کې ویلي و چې تل ابیب به د خپلو غوښتنو منلو ته چمتو کوي او که یې سرغړاوی کاوه، نو واشنګټن به پر بدیل غوراوي فکر وکړي.
بل خوا، سنټکام وایي چې دوی د هوایي ځواک په مرسته یوازې تېره جمعه شاوخوا ۴۶۰۰۰ زره د خوړو کڅوړې فلسطینیانو ته له هوا ور خوشې کړي دي. په یو شمېر ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې لیدل کیږي، یو شمېر فلسطینیان د دغو کڅوړو د نیولو په تکل ژورو اوبو ته ورښکته کیږي او د یوې مړې ډوډۍ په بدل کې خپل ژوند بایلي. ویل کیږي چې وړمه ورځ څو تنه له هوا د مرسته شویو خوراکي کڅوړو په نیت اوبو لاهو کړي دي.
بل خوا، صهیونستانو په تازه ړندو بمباریو کې ۶۲ تنه نور فلسطینیان شهیدان کړي دي. له دغو نویو شهیدانو سره د (اکتوبر له اوومې) د شهیدو فلسطینیانو شمېر له ۳۲ زرو او ۵۰۰ تنو اوړي او د زخمیانو کچه یې ۸۵ زرو تنو ته رسېدلې ده.
د نړیوالو رسنیو په قول امریکا په سیمه کې خپل حضور زیات کړی او د تېر په پرتله اسراییلو ته نږدې شوي، بل خوا یاد هیواد د عامه ذهنیت غولونې په موخه د رسنیو پر وړاندې تل ابیب ته درواغژن ګواښونه کوي.
اوسمهال امریکا د اسراییلو تر ټولو ستر مالي ملاتړی دی چې د اکتوبر له اوومې راهیسې یې ورسره میلیاردونه ډالره مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *