افغانستان

شاه او عروس د پاور هاوس برخې او برېښنا د تولید تجهیزاتو د نصبولو چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبري مقام د هلو، ځلو او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري مقام په پاملرنې د شاه او عروس بند د پاورهاوس برخې او د برېښنا د تولید تجهیزاتو د نصبولو چارې پيل او په یوه پروګرام کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت معین محترم مولوي صدر اعظم عثماني، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګري وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال، د شکر درې ولسوال او یو شمېر تخنیکي مسوولینو په شتون کې رسمآ پرانیستل شوې او د بند بشپړه آبګیري پيل شوه. د ویلو ده چې د نوموړي بند د برېښنا د تولید د اړتیا وړ تجهیزات سیمې ته راوړل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به یې د تجهیزاتو د نصبولو چارې هم بشپړې شي.
د شاه او عروس بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه ده او د ۳۰ میلیون متره مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري او همدارنګه په کال کې د کابو ۵ میلیون متر مکعب څښاک اوبو د برابرولو د وړتیا درلودونکي ده.
همدارنګه دغه بند د 1.2 میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او کابو ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *