افغانستان

شاوخوا درې سوه افسران د پولیسو له اکاډمۍ څخه فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له اکاډمۍ څخه، ۲۹۳ افسران د دیني او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته؛ نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو، د کابینې یو شمېر .

غړیو او معینانو، کور ډیپلماتانو، استادانو، محصلانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې، د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، ‏ وويل چې پوليس د هېوادوالو د امنيت تامينولو مسئوليت پر غاړه لري او څوک چې د الله تعالی د بندګانو خدمت او ساتنه کوي؛ له شک پرته الله (ج) هم د هغه ساتنه کوي.
هغه مسئولیت یو امانت وباله او له فارغانو څخه یې وغوښتل چې له هېوادوالو سره له تعصب او توپیر پرته نرم چلند وکړي او له خپلو زده کړو او مهارتونو څخه دې ښه ګټه پورته کړي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدین حقاني، وويل چې دغه وزارت د علمي کادرونو روزنې ته ژمن دی او د کادرونو په شتون کې د جنايي او نورو پېښو کچه راټيټه کېږي.
هغه له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو پر ښه تعامل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: موږ نړۍ ته د امن پيغام ورکړی او له نړيوالو هم غواړو چې له اسلامي امارت سره په کړو ژمنو ودرېږي او عمل پرې وکړي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست، په هېواد کې اوسنی سراسري امنیت، د مشرانو د بشپړ اطاعت پایله وبلله او په دې برخه کې له پولیسو سره د هېوادوالو د لا همکاریو غوښتنه یې وکړه.
همدا رنګه، د رياست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، وويل چې په هېواد کې د امنيت د تامينولو، د جرايمو د مخنیوي، د هېوادوالو د سر، مال او عزت د ساتنې او د قانون د تطبيق په خاطر؛ د مسلکي پوليسو روزل، د افغانستان اسلامي امارت له لومړيتوبو څخه دي او د امکاناتو په حدودو کې د هغوی ملاتړ کوي.
حنفي زیاته کړه چې افغان مسلمان او غیور ملت د خپلواکۍ او په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت په لاره کې زیاتې قربانۍ ورکړې دي او اوس هم د دغه نظام د ساتلو لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دی.
په همدې حال کې، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ الحديث مولوي ندا محمد نديم، فارغانو ته په خطاب کې وويل: “تاسې پوليسان د هېواد هغه ځواک ياست چې په چک پاينټونو کې له مشره تر کشر پورې ټول ستاسو په يوه اشاره درېږي، نو تاسو هم بايد هڅې وکړئ چې هېوادوالو ته سکون راوړئ.”
له بلې خوا، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې، د افغان مهاجرينو په اړه د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په غير عادلانه بللو او غندلو سره؛ د یاد هېواد پر ولس او نړيوالو سازمانونو او بنسټونو غږ وکړ چې میدان ته دې راشي او د پاکستان د حکومت د دغه ظلم، وحشت او بربریت مخه دې ونيسي.
مولوي مجاهد، زده کړې، امنیت، صنعت او تجارت د هر هېواد د پرمختګ او آبادۍ مهمې وسیلې یاد کړې چې په وینا یې په دغو وسایلو سره ولسونه هوسا ژوندانه ته رسېدلي شي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي، وويل: “په هېواد کې اسلامي نظام موږ ته چا په تحفه نه دی راکړی، بلکې د افغانانو د پاکو وينو او زياتو قربانيو په پایله کې لاس ته راغلی دی؛ نو د دغه سيېڅلي نظام ساتنه او ملاتړ د هر فرد فريضه ده.”
ستانکزي هم د افغان مهاجرینو پر وړاندې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه، یو طرفه وبلله او د یاد حکومت له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې له افغان مهاجرینو سره د اسلامي اخوت، د کاونډیتوب او بین المللي اصولو او د مهاجرت له نړیوالو تړونونو مطابق چلند وکړي او د هغوی له ځورولو او په زور ایستلو څخه لاس واخلي.
هغه څرګنده کړه چې جنګ او فشار د حل لاره نه ده او پر ټولو لوریو یې غږ وکړ چې خپلې ستونزې دې له اسلامي امارت سره د خبرو له لارې حل کړي.
د مراسمو په پای کې، د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو مقاماتو، پر ممتازو فارغانو د فراغت سندونه او ډالۍ ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته، دا دویم ځل دی چې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د لېسانس او ماسټرۍ په کچه افسران فارغېږي.
د پوليسو اکاډمۍ د محصلينو له څوارلسمې دورې له پنځه ګونو پوهنځیو (امني، حقوقي او جنايي علومو، لوژستیک، سرحداتو او اداره او محابسو) څخه ۲۹۳ تنه د لېسانس او ماسټرۍ دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل او اوسمهال په یاد تعلیمي مرکز کې سلګونه نور محصلان پر زده کړو بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *