افغانستان

شبرغان ښاروالۍ تېره میاشت څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ راټولې کړې

د شبرغان د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې تېره میاشت یې ۸ میلیونه ۳۸۳ زره ۷۱۹ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزنې ته سپارلي دي. د شبرغان ښاروال مولوي حبیب الله قانع وایي، چې دغه عواید د نوي کال په وري میاشت کې د پلان له مخې د کورونو او ساختمانونو د صفايۍ، ښاري وسایطو، دوکانونو او اعلاناتو د لوحو او د ځمکې د خرڅلاوو له درکه ترلاسه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *