افغانستان

شمال کې تر ټولو ستر برېښنا بند رغېږي

د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په شمال کې د دغه زون په کچه د تر ټولو ستر برېښنا بند د رغونې په پار هڅې چټکې کړي دي. ټاکل شوې چې د دغه بند په جوړولو دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالره ولګول شي.
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د «کله ګي» برېښنا د بند کارونه چټک شوي دي. د دغه بند لپاره چې د هېواد په شمال کې به تر ټولو ستر بند وي، د سروې، لګښتونو او مالي ملاتړ چارې نږدې وروستۍ شوې او تمه ده چې عملي کارونه یې هم ژر تر ‎ژره پیل شي.
د بغلان د سیندیزې حوزې تخنيکي سلاکار انجنير اصف الله رحيمي باختراژانس ته وويل: د کله ګي بند ټولې ټولیزې او مالي چارې په تېرو … ۳مخ

کلونو کې بشپړې شوي او د عملي چارو پیل ته یې افغان حکومت ژمن دی.
د دغه بند په جوړېدو سره به زرګونه کورونه رڼا او همداراز به د شمالي اوسېدونکو ۹۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي.
دغه بند ټولټال د ۵۷ میګاواټو برېښنا د تولید وړتیا لري چې د رغنیزو کارونو په پیل سره به یې زرګونه کارګر هم روزګار پیدا کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *