افغانستان

شمال کې د ډبرو سکرو بیې راکمې شوې

په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسؤلین وايي، چې د ژمي په رارسېدو سره یې د دې ولایت له ښاریانو سره د مرستې په موخه د ډبرو سکرو بیې راکمې کړې دي.
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس مولوي عبدالله حامد وايي، چې د ټول هېواد او په ځانګړي ډول د سړو سیمو لپاره یې د ډبرو سکرو بیه ډېره راکمه کړې څو خلک د ژمي په موسم کې د ډبرو سکرو د پېرلو وړتیا ولري او له ستونزو سره مخ نه شي.حامد زیاته کړه، چې مخکې مونږ د بغلان د اوسېدونکو لپاره د کرکر، دوکش او شورابک د کانونو سکاره په لوړه بیه پلور ته وړاندې کول، خو سږکال د شپږ زره افغانیو پر ۵مخ
ځای یو ټن سکاره په ۴۰۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.
د بغلان اوسېدونکي د ډبرو د سکرو د تصدۍ له لوري د سکرو د بیې راټیټېدو هرکلی کوي، خو ټينګار یې دادی، چې نور دې هم دغه تصدي د ډبرو سکرو بیې راکمې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *