افغانستان

شهاب الدین دلاور: د جیولوژي او کانونو برخې لوستي ځوانان پر دندو ګمارو

د کانونو او پټرولیم وزارت له پوليتخنیک پوهنتون څخه د ۱۴۰۱ کال ۳۸ کدرونه،چې د جیولوژي، انکشاف او معدن برخه کې فراغت ترلاسه کړی، د کان کېندنې خصوصي شرکتونو ته د استخدام لپاره معرفي کړل.
په دې اړه جوړ شوي کنفرانس کې د یاد وزرات سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وویل، موږ ټول هغه کادرونه جذبوو، چې د وزارت اړوند کار وکولی شي. هغه و ویل چې د پوليتخنیک پوهنتون هیڅ انجنیر بې دندې نه پرېږدو او سل سلنه فارغين یې جذبوو. نوموړي وویل چې زه په دې پوهېږم، کوم کسان چې له پوهنتونه فارغ شي، نو خپله او کورنۍ یې دواړو سره دا پوښتنه وي، چې زه به چېرته او کومه ساحه کې کار کوم.
هغه همدارنګه هغه کسانو ته په اشارې و ویل، چې له هېواده بهر په ناقانونه لارو مه ځئ، د هېواد ټول معدنونه ستاسې دي،کور د ننه د کار زمینه برابرېږي او ورځ تر بلې مو هېواد په ښه کېدو روان دی. د هغه په وینا تر اوسه مو هېڅ وړوکی کان مو هېڅ بهرني ته نه دی ورکړی او نه به یې ورکړو، يوازې درې لوی معدنونه چې د تېر حکومت په وخت کې چینایانو ته ورکړل شوي، تر اوسه ورسره دي.هغه له سرمایه دارانو هیله وکړه، چې له خپلو هېوادوالو سره دې وفا وکړي او په خپلو کارونو کې دې غلا نه کوي. هغه دا هم ویلي چې خپلو سوداګرو ته مو ۶۰ زره ټنه تېل د خرڅلاو لپاره اعلان کړي، چې څه کم شاوخوا ۴۵۰ زره بېلره کېږي. ښاغلي دلاور وویل، چې تر څو پورې مو خپل هېوادوال په یوه برخه کې کار کوي، بهرني اشخاص نه استخداموو.د پوليتخنیک پوهنتون عمومي رئیس عبدالرشید اقبال هم کنفرانس کې خپله وینا کې له نوموړي وزارته مننه وکړه، چې د دغو فارغانو خیالونه یې په حقیقت بدل کړل. هغه وویل، چې د پوليتخنیک پوهنتون د هېواد په آبادۍ کې مستقیم نقش لري او موږ په دې وروستیو کلونو کې زرګونه کادرونه د کانونو په برخه کې فارغ کړي دي. ښاغلي اقبال له سوداګرو او شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې دغو کادرونو ته دې په تولیدي پرکتیک برخه کې د کار زمینه مساعده کړي او په عالي درجه دې پانګونه وکړي. هغه له حکومته هم وغوښتل چې د قراردادونو ورکولو په برخه کې دې زیاته بيړه نه کوي. هغه بهرنيو او داخلي سوداګرو ته په خطاب کې دا هم وویل، چې تاسې څومره متخصصین غواړئ، موږ یې تربیه کوو، خو په دې شرط چې تاسې یې د استخدام اراده ولرئ. د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سربو او جستو د دوهم بلاک قراردادي شرکت او افغان انویسټ شرکت رئیس شېرباز کمین زاده ویلې، چې تېر دولت کې بهرنيو زموږ هېوادوال په ډېرو پیسو اموخته کړل او اوس چې هغه پیسې نشته ده، نو له هېواده تښتي. نوموړي په څرګنده د هېواد تحصیلي قوه کمزورې بللې او و ویلي، چې موږ باید ومنو چې ظرفیت نه لرو، ځکه موږ ۴۰ کاله پوهنتونه له جګړې لاندې ساتلې دي، نوموړي زیاته کړه: موږ په ټول افغانستان کې یو د پي ایل سي انجنیر نه لرو، له همدې ځایه استادانو ته اعلان کوم، چې په ټول افغانستان کې د پي ایل سي یو انجنیر ما ته پیدا کړئ، زه ورته ۵ زره ډالر معاش ورکوم.
له همدغو فارغانو یو هم فریدون احمدي دی، چې له یاد اقدامه خوښ برېښي او وایي، چې ما د افغانستان ټول کانونه په تیوریکي ډول مطالعه کړي او په دې خبر يم چې موږ څومره سرمایه لرو او که چېرې زموږ ملاتړ وشي نو کولی شو چې ټول په خپلو پښو ودروو. هغه له حکومته وغوښتل چې دغسې کارونو ته دې دوام ورکړي او مخته دې لاړ شي. تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *