لیکنېمقالی اوتبصرې

شهید موسی شفیق او د هلمند د اوبو تړون!

شهید محمد موسی شفیق د مولوي محمد ابراهیم کاموي زوی، چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و، په ۱۳۰۸هـ ش د جوزا په ۵مه یې کابل کې نیمګړې نړۍ ته سترګې وغړولې.
شهید شفیق لومړۍ زده کړې د کامې او کابل په مدرسو او ښوونځيو کې وکړې، بیا د ننګرهار نجم المدارس کې شامل شو او له هغه وروسته د کابل دارالعلوم عربي کې داخل او دوه کاله وروسته له هغه څخه فارغ شو. له فراغته وروسته یې په شاهي دارالتحریر کې دنده پېل کړه، چې څه موده پس د لوړو زده کړو وزارت له لوري د لوړو زده کړو لپاره مصر ته واستول شو، چې هلته یې په حقوقو کې ماسټري ترلاسه کړه، له هغه وروسته د امریکا ــ نیویارک د کولمبیا پوهنتون څخه د بین الدول حقوقو کې بله ماسټري واخیستله. همداراز یې د هارډوارډ پوهنتون څخه په نړیوالو مسائلو کې سند تر ګوتو کړ.
نوموړی چې خپل ټاټوبي ته راستون شو، نو کابل پوهنتون کې د ځانګړو نړیوالو او پرتله ییزو حقوقو تدریس ور په غاړه شو. دغه راز د بهرنیو چارو وزارت مشاورت ور وسپارل شو. شهید شفیق په عدلیه وزارت کې هم په اخلاص سره دنده ترسره کړه، په یونان کې یې د حقوقپوهانو په کنفرانس کې ګډون وکړ او همداراز په لاهور کې یې د ختیځپوهانو په غونډې کې برخه واخیستله او د خپل هېواد بریالی استازیتوب یې وکړ. شهید شفیق یو نامتو، وتلی ډِپلوماټ و چې په ډېرو نړیوالو غونډو کې یې د خپل ټاټوبي شمله هسکه وساتله. په قاهره، بېروت او خرطوم کې یې د سفیر په حیث دندې ترسره کړې. او د ډاکټر عبدالظاهر په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر و. شهید استاذ شفیق په ۱۳۵۱هڅ ش د پاچا محمد ظاهرشاه له لوري د لومړي وزیر په منصب دکابینې په جوړولو مامور شو، چې دا مهال د هېواد حالات خورا کړکېچن او د ګران وطن ازلي دښمنان هر لوري ته په کمین کې ناست وو. ډاکټر موسی شفیق له اېران سره د هلمند سیند اوبو تړون لاسلیک کړ او هغه ستونزه یې هواره کړه او نوموړي هوډ لاره چې د پښتونستان مسئله هم حل کړي، ولې له نوموړي سره ژوند وفا و نه کړه. لومړی د سردار داود خان د سپینې کودتا په ترڅ کې بندي شو، چې دوه نیم کاله یې د قید و بند خوند وڅاکه او بیا دوهم وار سرو کمونیستانو بندي کړ، چې د ۱۳۵۷ هـ ش د غوايي په ۲۴مه يې په ډېره وحشیانه توګه شهید کړ، چې عمر یې ۴۹ کاله و.
شهید شفیق هم سیاستوال و هم قلموال، هم استاذ و هم شاعر؛ د عبقریان په نوم یې د لنډو کیسو ټولګه او د ننګرهار شاعران په نوم کتابونه ترې پاتې دي. همداراز یې په کورنیو او بهرنیو رسنیوکې۱۲۰ مقالې کښلې. نوموړي په پښتو، دري، عربي، انګلیسي، اُردو او فرانسوي روانې خبرې او لیکنې کولې.
د هلمند سیند اوبو په اړه د موسی شفیق او د ایران لومړي وزیر ترمنځ یو تړون لاسلیک او د اوبو ستونزه يې د ښه ګاونډيتوب او ګډو ګټو په اساس تلپاتې حل و فصل کړه، څو دواړه هېوادونه د دوستانو په حیث ژوند سره وکړي، نه د رقیبانو په څېر. د هلمند اوبو تړون یو بند داسې دی، چې ایران ته کومې اوبه د تړون له مخې ورکړل شوې، له هغه زیاته د اوبو ادعا نشي کولی. لنډه دا چې اوبه د ښه نیت په اساس ایران ته ورکړل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت په داسې وخت کې دوهم ځل واک ترلاسه کړ، چې په هېواد کې هر څه د صلیبیانو د یرغل له امله ګډوډ شوي وو او ګاونډيانو هم له دې فرصته استفاده کړې وه. ایران ته هم زمونږ له سیندونو بې دریغه اوبه ورغلې وې. او زمونږ له اوبو څخه یې خورا زیاته ګټه اخیستې وه. نو اوس په رسنیو کې د ایراني چارواکو شور ماشور په غیر ډِپلوماټيکه توګه پورته شو، چې دا د دوی (ایرانیانو) په ښه نیت باندې دلالت نه کوي. په رسنیو کې داسې څرګندونې کول له نړیوالو اصولو سره ښکاره ټکر دی، باید اجتناب ترې وشي او اصولي لارو ته مخه کړل شي، یعنی ایران باید زمونږ د بهرنیو چارو او د اوبو او برېښنا وزارتونو له چارواکو سره اړیکې ټينګې کړي او د اوبو ستونزې حل ولټوي. هسې د زور غیرډِپلوماټيکې څرګندونې نه دي پکار.
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې اُفتادګۍ کې لوی ګړنګ یم
د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پخواني تړون ته ژمن دی او ایران ته چې د اوبو کوم حق ورکړل شوی، په هغه
عمل کوي.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *