افغانستان

شیخ نداءمحمد ندیم:  طب له دیني علومو وروسته مهم علم دی

د کابل طبي علومو پوهنتون ۸۳ تنه محصلین د طب پوهنځي له نظري زده کړو څخه فارغ شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي پوهنتون محصلینو، استادانو او د محصلینو کورنیو ته مبارکۍ سربېره د طب علم په ارزښت د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ د طبابت علم له دیني علومو وروسته تر ټولو مهم علم دی او دا د الله تعالی یوه ځانګړې پرزوینه او ډالۍ ده چې تاسو ته یې د طب په برخه کې علم
درکړی.

نوموړي زیاته کړې؛ هر ډاکټر، انجنير، استاد او نور بايد خپلې چارې د اسلامي شريعت اړوند پرمخ يوسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button