افغانستان

شیخ نورمحمد ثاقب د ترکیې د دیني چارو ادارې  له رييس سره لیدلي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي رییس پروفیسور دکتور علي ارباش سره لیدلي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو پر لا زیاتوالي، د دیني او  علمي اړیکو په ټینګولو او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادلې خبرې شوې.

دغه راز دې لیدنه کې د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې رییس دغه ډول مشورتي کنفرانسونه او غونډې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اړینې او مهمې بللې او زیاته کړې یې ده، چې ورته غونډې د بېلابېلو هېوادونو په ګډون سره اهمیت پیدا کوي ترڅو د اسلامي نړۍ د مهمو موضوعاتو په اړه علما کرام د بحثونو سربېره د شته ننګونو او ستونزو د حل په لارو چارو غور وکړي.

د یادونې وړ ده چې په استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو ناسته وړمه ورځ د یوه درې مخیز پرېکړه لیک په صادرلو سره پای ته ورسېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button