بېلابېلې لیکنېلیکنې

صحت طفل که زحمت طفل

د صحت طفل شفاخانې د سترګو ليدلی حال
د تېر کال وروستۍ يا د حوت آخر وه، چې ۱۰ کلن زوی سهيل له ماښام لمانځه مل له دېواله راولوېد،چې کيڼ لاس يې دری ځايه مات شو کله مې چې صحت طفل يا اندراګاندي شفاخانې ته ور وستو، نو زر يې داخله د هډوکو واټ ته ولېږلم، ناروغ مې په ډېر سخت حالت کې تر يوولس نيمو بجو په چيغو چيغو د شپې انتظار و، نه د ډاکتر درک و او نه چا پوښتنه کوله اخر څو تنه نرسان راغلل او د هلک لاس يې ګچ کړ سبا ته چې مې ايکسرې واخيسته لاس يې کوږ ګچ کړی و هلک يې بيا په چيغو کړ ، ډېر يې وځوراوه لاس يې دوهم ځلي ور باندې مات او ګچ کړ. دوې هفتې کور کې و، چې بيا مو مراجعه وکړه ايکسرې مو واخيسته بې ځايه جوړ شوی و او د هډوکو تر منځ يې فاصله وه نو بيا دغه متجاهلان متخصصينو ويل فرق نه کوي که لاس کوږ هم شي ډوډۍ پرې خوړلی شي يوازې بې ډوله معلومېږي، زه چې هلته وم هم دا ډول د نورو ناروغانو ايکسرې په لاس چې لاسونه کاږه جوړ شوي و،هم جعلي قصابانو متخصصينو ورته ويل: داچې لوی شي بيا په خپله جوړېږي، دې قصابخانې ته بې چاره افغانان د لرو ځايونو راځي او دلته اکثره لاسونه او پښې کاږه جوړېږي ټول خفه او پرېشانه ځي، ما چې له نرسانو پوښتنه وکړه، چې دا ولې داسې کېږي هغوی راته وويل چې مسئول طالبان هڅه کوي چې کار سم شي،خو دلته د نرسانو او ډاکترانو تر منځ اختلاف دي ځينې متخصيصين کار نه کوي او له طالبانو هم ډار نه لري وايي: هغوی په موږ څه نه شي کولی ماچی له نرسانو پوښتنه وکړه چې دا متخصصين ولې کار نه کوي هغوی ويل چې کوټې ته ننوځي او دروازه په ځان پسې بنده کړې او وارډ د ارتوپیدي نرسانو ته وسپاري دا لاڅه کوې د دې وارډ په جنوبي اخره برخه کې يو منحوس مخې نرس ډوله ناست و په زوره يې سندرې اورېدلې: کله چې مې ورنه پوښتنه چې ډاکتران چېرې دي ؛ په ځواب کې راته وايي: ځه کاکا ور دربند کړه،خبرې مه کوه ، کله چې مې له نرسانو پوښتنه وکړه چې دا ولې تاسې کار نه کوئ راته ويل پې : چې موږ څه موده مخکې د دې متخصصانو له لاسه استعفی ته اړ شو،ځکه کار دوی نه کوي او رنګ زموږ بدېږي. دغه خلک له ناروغانو سره بد چلند کوي او دوحشيانو او درينده ګانو دماغونه لري، دغو وړو ډاکترانو ويل چې دا له ناروغانو سره دښمني لري او له بې وزلو افغانانو سره حساسيت.نو د سهيل په شان ډېر ناروغان يې په بد سرنوشت اخته کړ، نو د نوموړې شفاخانې له ادارې او د صحت عامه د وزارت د شفاخانو د عمومي رياست له مسئولينو نه په درناوي هيله کېږي چې دغه ستونزه جدي تعقيب کړي زما زوی خو مې پېښور ته واستولو او يقين په الله چې قرض مې ورته واخيست نو يو بې وزله بې سواده وطن وال چې لاس او پښې يې کږې وږې جوړې شي چېرته ولاړ شی د اړونده چارواکو د پاملرنې وړ ده زه د دې ليکنې ټول ثبوت لرم او که می غواړئ د ادارې عالي تفتيش د پيګرۍ د ريیس په صفت درته حاضر يم البته د شفاخانې ښاغلي ريیس ته ورغلم هغه يو ډېر شه ډاکتر ته حواله کړم خو اوبه له ورخه تېرې وې!!!

مولوي حزب الله رشتین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *