دینې لیکنې

صدر اسلام او د بريالۍ حکومتولۍ راز! دویمه برخه 

  ابوالیاس جهادوال

۲) د عدالت ټينګښت:
د اسلامي نظام د بريا يو بل ستر راز په ټولنه کې د عدالت ټينګښت او بې پرې قضاوت وو چې «د مدنيې منشور » هم ورته اشاره کړې ده. قضائيه قوه د پيغمبرﷺ په لاس کې وه، په خپل عادلانه قضاوت سره يې د ټولنې پر وړاندې شته ستونزې حل کولې او پر ځمکه يې الهي قانون پلی کاوو. نبي کريم ﷺيوه مرکزي قضائيه قوه رامنځته کړه چې ټولو خلکو به د خپلو ستونزو د حل په موخه ورته مراجعه کوله. دا چې دغه حکم الهي ماهيت درلود، د ټولنې په امنيت کې يې د پام وړ مثبت رول ولوباوو. دغه قضايي سيسټم يوازې د مسلمانانو له‌پاره نه وو ‌بلکې د مکې مشرکينو او د يثرب خلکو به هم ورته مراجعه کوله او د اسلام ستر پيغمبر به هغوی پرته له دې چې د اسلام منلو ته اړ کړي، تر قضايي پوښښ لاندې راوستل.
له پيغمبر ص وروسته نورو اسلامي حاکمانو هم د قضاوت ورته سيسټم پر مخ بيوه او هيڅ کله هم غيرمسلمانان دېته نه اړ کيدل چې په اسلامي محاکمو کې خپلې دعاوې پر مخ بوځي. له همدې کبله دا اړتيا نه احساسيده چې مسلمان قاضي غير اسلامي مرکزونو او ښارونو ( د اسلامي حکومت تر ولکې لاندې) واستول شي.
له دې سربېره د ټولو قاضيانو نومونو او د هغوی د فعاليت مودې په اړه به خلکو ته معلومات ورکول کيدل چې دغې چارې هم تر ډېره د اسلامي عدالت ټينګښت او بالاخره د اسلامي قلمرو پراختيا زمينه برابره کړه.
همدا لامل وو چې اندلس ( هسپانې) خلکو چې د خپل واکمن « Roderick» له ظلمونو څخه په تنګ وو، له شته بې عدالتيو څخه د خلاصون يوازينې لار يې اسلام وباله او د مراكش شمالي ساحل « Ceuta » سيمې والي يوليان ( كاؤنټ جولين ) له خپلې لور سره د واکمن«Roderick» بې عزتۍ له امله له اسلامي ځواکونو سره مرسته وکړه او د دغې سيمې فتحې ته يې لاره هواره کړه.
۳) جهاد في‌سبيل‌الله:
يو بل مهم اصل چې په صدر اسلام کې يې د اسلامي نظام بقاء تضمينوله او د اسلام پراختيا او پرمختيا ته یې زمينه برابره کړه ، هغه د جهاد في سبيل‌الله اقامه وه‎. دا چې د هجرت په لومړيو کلونو کې د اسلام مبارک دین يوازې پر مدينې پورې محدود وو او دغه ښار هم د دښمنانو په محاصره کې وو، چې دښمنان يې د له منځه وړلو په لټه کې وو، نو د مسلمانانو له‌پاره د دفاعي ځواک پياوړتيا او د نظام پراختيا يو مهم لومړيتوب ګڼل کېده. ځکه چې جهاد د اسلام د دې فطري او عالمي دين د دعوت په لاره کې د پرتو خنډونو له منځه وړلو يوازينۍ لار ګڼل کيده او په دې لار کې ټول مسلمه امت قربانۍ ته آماده وو.
له همدې امله قران کريم مسلمانانو ته د مادي او معنوي ځواک تيارولو باندې ټينګار کړی: ژباړه: (او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او پر تاسو به ظلم نه كېږي)
الله تعالی بل ځای فرمايي:
ژباړه: بې شكه هغه كسان د الله ښه ايسي چې د الله په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي، لكه چې دوى كلايي كړى شوى (پوخ) دېوال وي.
همدارنګه نبي کريم ﷺ فرمايي – ژباړه: له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې له رسول ﷺ څخه وپوښتل شول: کوم عمل غوره دی؟ هغه وفرمايل: په الله تعالی ايمان راوړل، پوښتنه وشوه بيا کوم؟ ويې فرمايل: د الله تعالی په لار کې جهاد کول. پوښتنه وشوه بيا کوم؟ ويې فرمايل: قبول شوی حج.
په حديث شريف کې د الله تعالی په لار کې جهاد ته له ايمان وروسته تر ټولو غوره عمل ويل شوی دی.
جهاد نه يوازې دا چې د اسلامي حکومت د پياوړتيا او پراختيا لامل شو، بلکې د جهاد له لارې تر لاسه شوي غنايمو هم د اسلامي نظام او اسلامي ټولنې په اقتصادي پراختيا رغانده رول ولوباوو.
خو کله چې مسلمانانو له دغې الهي فريضې څخه مخ واړاوو، نو ورسره سم يې د زوال بهير هم پيل شو چې بالاخره د اسلام ستره امپراتورۍ ( عثماني خلافت) په سقوط سره اسلامي نړۍ د کابو يوې پيړۍ په ترڅ کې د اسلامي نظام له نعمت څخه بې برخه شوه.
۴) اغيزناک اداري نظام:
د اسلامي حکومت د بريا يوبل مهم اصل هم په ټولنه کې د يو داسې اداري نظام رامنځته کول وو چې هغه مهال يې د ټولنې ټولې اړتياوې په ښه توګه ځوابولې. حضرت محمد ﷺ چې کله په مدينه منوره کې د اسلامي نظام بنسټ کېښود، نو يوازې يې د ديني مراسمو او فرائضو پر اقامې بسنه ونه‌کړه، بلکې د ټولنې د ژوندانه مسائلو ښه‌والي له‌پاره يې هم يوه منظمه اداره رامنځته کړه چې په مستقيم ډول يې د مسلمانانو په چلند او کړنو باندې اغېز کاوو.
نبي کريم ﷺ د هجرت په دويم کال « منشور مدينې» کړنلاره تصويب کړه چې پر بنسټ يې د حکومت او ټولنې او د دغو دواړو ترمنځ اساسي کرښې ترسيم شوې. د دغه منشور پر بنسټ د مسلمانانو ترمنځ اړېکې او ټول سياسي مسائل د ديني عقايدو پر بنسټ تنظيميدل نه د خپلوۍ پر اساس.
په منشور کې مسلمانان واحد جمعيت وګڼل شو چې بايد له يوبل څخه دفاع او ملاتړ وکړي، له بې وزلو څخه تر خپلې وسې او توان سره مرسته وکړي او د خلکو ترمنځ عدالت حاکم وي.
دغه مهال چې د پيغمبر ﷺ له‌خوا کومه اداره د مسلمانانو چارو د تنظيم او غير مسلمانانو سره د اړېکو ټينګښت څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه، ډېره ساده وه، د ټولنې ديني او اخلاقي چارو ته يې ډېره پاملرنه کوله.اداري سيسټم داسې وو چې کارکوونکي او اجرايي لاملونه يې تر ډېره ثابت نه‌وو، د اړتيا پر بنسټ به خلک د وړتيا او تقوا پر بنسټ پر دندو ګمارل کيدل او د چارو لاښه پرمختګ په برخه کې به د الهي حکم مطابق له صحابه کرامو سره مشورې کيدې.
دا مهال مدينه منوره د اسلامي حکومت مرکز وو او نويو مفتوحه سيمې د مدينې حکومت تابع وې چې دغه چاره له نورو سيمو سره د مدينې منورې خلکو د فرهنګي او ټولنيزو اړېکو د پراختيا لامل شوه.
۵)اغېزناک ټولنيز نظام:
د اسلامي نظام يوه تر ټولو مهمه ځانګړتيا چې د بريا ستر لامل يې ګڼل کېږي، د ټولنيز نظم تينګښت وو، څرنګه چې د مدينې منشور هم دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې او په هغه کې د اسلامي امت وحدت او د هغو جرمونو پر وړاندې ګډ دريځ ته اشاره شوې چې د ټولنې نظم ګډوډي او مومنان مؤظف شول څو د هغو کسانو پر وړاندې پرکنده چلند وکړي چې د مسلمانانو ترمنځ فتنه خپروي او ظلم ورباندې کوي. همدارنګه ويل شوي هيڅ مسلمان ته چې د دغه منشور متن يې منلی او پر خدای او د قيامت پر ورځې ايمان لري، جواز نه‌لري چې له قاتل سره مرسته وکړي او هغه ته پناه‌ ورکړي او که څوک دغه ډول کار وکړي، د خدای لعنت دې ورباندې وي او شاهدي به يې نه‌منل کېږي.
له همدې امله مدينه منوره او ورپسې نورې مفتوحه سيمې چې د اسلامي نظام تر حاکميت لاندې راتلې، له ډاډمن امنيت څخه برخمنې وې، په داسې حال کې چې په نورو سيمو خلک له نا امنيو او ګډوډيو څخه تر پوزې راغلي وو. همدا لامل وو چې خلکو اسلام ته ليوالتيا ښودله او په خپلو سيمو کې يې د اسلامي نظام حاکميت برخه کې له مسلمانانو سره مرسته وکړه.
۶) اغېزناک اقتصادي سيسټم:
هغه مهال د اسلامي ټولنې اقتصاد تر ډېره پر عشر او زکات، له دښمن څخه په ترلاسه شويو غنايمو، مالياتو او د غيراسلامي سيمو څخه پر ترلاسه کيدونکيو جذيو ولاړ وو چې اسلامي حاکميت يې منلی وو خو اسلام يې نه وو راوړلی. نويو مفتوحه سيمو عوايد به پر مسلمانانو باندې په مساوي توګه وېشل کيدل چې هر يو ته به ۲۰۰ ـــ ۲۵۰ درهمه رسيد. دې چارې د خلکو اقتصادي وضعيت دومره ښه کړی وو چې حتی په سيمه کې بې وزلي ورسره ختمه شوې وه. خليفه د مالياتو په ټاکلو، تعديل او يا د هغو د يوې برخې يا ټولې په معافيت کې خلاص لاس درلود خو د مالياتو د کچې ټاکل د سيمه‌ييزو او مالياتي ارګانونو مسووليت وو چې تر ډېره د ځايي خلکو په لاس کې وو دغه چاره د دې لامل کيده چې مالياتي مرکزونه تل فعال واوسي او د مرکزي حکومت پر اوږو بار راکم کړي.
۷) علم او تخنيک ته ځانګړې پاملرنه:
اسلامي نظام د نورو چارو تر څنګ علم او پرمختګ او د سيمې سمسورتيا ته هم ځانګړې پاملرنه درلوده، فرانسوي تاريخ ليكونكي موسيو سيديو ويلي : « موسىٰ بن نصير د اندلس سيمه سمسوره او خلكو ته يې د هوساينې زمینه برابره کړه چې د هغه ځاى د مخكنيو واكمنو [ ګاتانو ] په پېر كي يې هيڅ نه وه په برخه سوې “( تاريخ عرب ٢١٤ مخ ). بل ځاى ليكي: «د اندلس عرب په علومو، فنونو، صنعت، حرفت او اخلاقو كې تر پرنګيانو ډېر ښه او لايق وو» ( تاريخ عرب ٣٢٠ مخ ).
د لويديز يو معاصر ليکوال ګلاب په دې اړه ويلي چې مسلمانانو هغه مهال په پوهه، صنعت او تخنيک کې د پرمختګ له امله الجبر، مثلثات او لوګاريتم اختراع کړ، د کيميا، طب، جراحي او سترګو په برخه کې د اسلامي علماوو کتابونه تر اتمې پيړۍ پورې په اروپايي پوهنتونونو کې تدريسيدل او د کاغذ توليد په اختراع سره يې له اروپايانو سره د صنعت په پرمختګ کې پراخه مرسته وکړه.
پورته مواردو ته په پام سره ويلی شو چې اسلام داسې کامل دين دی چې ټولو دنيوي او ديني مسائلو ته يې لازمه پاملرنه کړې او که چېرې څرنګه چې په صدر اسلام کې د اسلام ستر پيغمبرﷺ، صحابه کرامو، تابعينو او نورو اهل صالح امراو ورته پاملرنه کوله، د ژوندانه په ټولو چارو کې په ښه توګه تطبيق شي، نه يوازې دا چې د مسلمانانو د اخروي کاميابۍ لامل کېږي، بلکې د نورو سياسي نظامونو په پرتله به د ژوندانه چارو پرمختګ له‌پاره هم تر ټولو ښه موډل دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *