نړۍ

صهیونستان ان بشري مرسته اخیستونکي هم په نښه کوي

د فلسطین وافا خبري اژانس خبر ورکړی، چې صهیونست ځواکونو د غزې په هغو اوسېدونکو ډزې کړي او وژلي یې دې، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وو.
خبر زیاتوي، چې پېښه کې ۶ مرسته غوښتونکي او درې نور فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دې.
دغه راز ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د وېش پر یو مرکز برید غندلی او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا له اسرایلو څخه غوښتي، چې د بشري مرستو د مرکزونو امنیت تظمین کړي.
دغه راز په اشغالي سیمو کې هم اسرایلي ځواکونو د عامو خلکو زورونې ته دوام ورکړی او تازه یې دوه نور فلسطینیان نیولي
دې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *